لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې یو ورک روسی پایلټ دېرش کاله وروسته موندل شوی


یو روسی پایلټ چې په افغانستان کې د روسي پوځونو د موجودګۍ په مهال یې الوتکه لوېدلې وه او ګومان کېده چې هغه به مړ شوی وي، دېرش کاله وروسته په افغانستان کې ژوندی موندل شوی او غواړي خپل هېواد ته ستون شي.

د روسي هوایي ځواک د سرتېرو د ټولنې مشر وېلري ووسټروټین د آی ای اې نووسټي په نوم د روس سرکاري خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"هغه تر اوسه ژوندی دی. دا ډېره حیرانوونکې خبره ده. اوس هغه مرستې ته اړتیا لري".

وېلري ووسټروټین چې د جنګي بندیانو او ورکو سرتېرو لپاره د روس او امریکې په ګډ کمېشن کې د روسي اړخ مشري کوي، د دې ورک موندل شوي سرتېري د نامه له اخیستلو ډډه کړې او وایي د رازدارۍ له کبله د هغه نوم نه شي څرګندولای.

د روس د پخوانیو سرتېرو د سازمان مرستیال مشر ویاچسلاو کالینین خبري ایجنسۍ ته ویلي، د دې موندل شوي روسي پایلټ الوتکه شاوخوا دېرش کاله مخکې په ۱۹۸۷م کال کې په افغانستان کې ویشتل شوې را لوېدلې وه، وایي په دې حساب هغه ممکن اوس شپېته کلن وي.

ښاغلی کالینین وایي ګومان یې کاوه چې دغه روس پایلټ به په پاکستان کې وي، ځکه چې وایي هغه مهال افغانستان هلته د جنګي بندیانو کېمپونه لرل.

د روس خبري ایجنسۍ وایي د ۱۹۷۸م کال او ۱۹۸۹م کال تر منځ په لس کلنه موده کې په افغانستان کې د سووېت (شوروي) ځواکونو ۱۲۵ الوتکې ویشتل شوې او را لوېدلې وې او کله چې روسان له افغانستانه وتل ۳۰۰ سرتېري یې ورک وو، چې وایي له هغه وخته تر اوسه یواځې دېرش بیرته موندل شوي او اکثره یې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کومرسینټ په نوم یوه تجارتي ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې په ۱۹۸۹م کال کې یواځې د یوه روسي پایلټ الوتکه ویشتل شوې وه او هغه پایلټ سرګي پېنټیلیوک نومېده چې د روس د جنوب اوسېدونکی وو. وایي د دې پایلټ الوتکه د کابل له بګرام هوایي ډګره والوته او بیا د دواړو درک ونه لګېد.

رپوټونه وایي د دې روسي پایلټ مور او خور دواړه ژوندي دي او یوه یودېرش کلنه لور یې هم موندل شوې، چې د خپل پلار تر ورکېدو څو میاشتې وروسته زېږېدلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG