د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې په ورځ د شمالي کوريا مشر کِم جونګ اُن سره د ليدنې دپاره د اتوار، يکشنبې په ورځ سنګاپور ته رسېدلی دی.
ويل کيږي په دغه ليدنه کې به د شمالي کوريا پرضد د دوی د ايټمي وسلو په اړوند د کړکېچ په سر خبرې وشي.
ټرمپ د کېنېډا په کوبېک ښار کې د جی سېون مشرانو په غونډه کې د ګډون وروستو سنګاپور ته رسېدلی دی.
د شمالي کوريا د مشر سره د ليدنې په اړوند يوې پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي ټرمپ ويلي، ډېر ښه محسوسوم.
د شمالي کوريا مشر اُن د ټرمپ نه وړاندې د اتوار، يکشنبې په سهار سنګاپور ته رسېدلی او د سنګاپور وزيراعظم سره يې ليدلي وو.
اُن د امريکا د صدر سره د ليدنې دپاره په کوربه توب کولو د سنګاپور د وزیراعظم لي سئينګ مننه کړې او ويلي يې دي که دا ليدنه کاميابه شوه د سنګاپور نوم به په تاريخ کې تل ياد ساتلی کيږي.
د سنګاپور د بهرنيو چارو وزارت ويلي وزيراعظم د کِم او ټرمپ د ليدنې پرېکړه ستايلې ده.
ويل شوي د سنګاپور وزیراعظم به د ګل، دوشنبې په ورځ د صدر ټرمپ سره وويني.
صدر ټرمپ او کِم جونګ اُن به د نهې،سه شنبې په ورځ د سنګاپور بندر ته نزدې ټاپو سين توسا کې تاريخې ليدنه کوي.