لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پټرولو بيعې بيرته کمې کړی شوي


د پاکستان لنډ مهاله حکومت د پټرولو، تېلو بېعې بيرته کمې کړي کومې چې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه سېوا کړی شوې وې خو دومره نه دي کمې کړی شوي څومره چې سېوا کړی شوې وې.

د لنډ مهاله حکومت د توانايۍ او اطلاعاتو مرکزي وزير علي ظفر ويلي مرکزي حکومت پرېکړه کړې چې اولس ته د اسانتياؤ ورکولو په موخه د پټرولو، بېعې کمولی شي.

د نوؤ بېعو ترمخه د پټرولو په يو ليټر کې څلور روپۍ ۲۶ پېسې، هايي سپيډ ډيزل شپږ روپۍ ۳۷ پېسې، د خاور تېل درې روپۍ ۳۶ پېسې او لايټ ډيزلو کې ۵ روپۍ ۵۴ پېسې راکمې کړی شوي دي.

ويل شوي نوې بېعې به نن د اتوار، يکشنبې د ورځې نه عملي وي.

يوه اوونۍ وړاندې د پټرولو د يو ليټر په سر ۷ روپۍ ۵۴ پېسې، ډيزل ۱۴ روپۍ د خاورو تېل درې روپۍ ۳۶ پېسې ګران او لايټ ډيزل ۵ روپۍ ۹۲ پېسې ګران کړی شوي وو.

د تېلو د بېعو سېوا کولو پرضد د سخت اولسي غبرګون سره سترې محکمې هم په دې اړوند خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

سترې محکمې مرکزي حکومت ته لارښوونه کړې وه چې خپلې پرېکړې ته بيا کتنه وکړي او اولس ته ممکنه اسانتياوې ورسوي.

علي ظفر ويلي حکومت يې د اولسي ستونځو څخه خبر دی او د پټرولو د بيعو راکمولو سره به حکومت ته لس اربه روپۍ تاوان کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG