لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې تر عامو ټاکنو مخکې پر کاندیدانو بریدونو د امنیتي ادارو په اړه پوښتنې پیدا کړې


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي وو چې د ټاکنو د کمپاین په مهال به د هېواد د صوبایي او قومي اسمبلیو د کاندیدانو امنیت ساتل کېږي، خو په دې وروستیو کې د کاندیدانو پر انتخابي غونډو د ترهګرۍ بریدونو د امنیتي ادارو په اړه پوښتنې را پورته کړې دي چې تر عامو انتخاباتو مخکې یې د امنیت لپاره کلک ګامونه نه دي پورته کړي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر اکرم خان درانی- چې د متحده مجلسِ عمل له خوا له بنو قومي اسمبلۍ ته کاندید دی- د جمعې په ورځ له هغې چاودنې روغ رمټ را و ووت،‌ چې په بنو کې ورباندې وشو او په نتیجه کې یې څلور کسان ووژل شول او شل پکې ټپیان شول. تر چاودنې څو ګېنټې وروسته ښاغلي دراني له وي.او.اې ډیوه سره په مرکه کې وویل:

"استخبارتي ادارې په ډیوه رېډیو ووایي چې اکرم خان دراني او پلاني پلاني ته خطره ده او دوه درې کسان را ننوتي دي،‌ نو چې و دې لیدل چې دوه درې را ننوتي دي نو نیسي یې ولې نه؟ تر اوسه موږ ته دا معلومه نه شوه چې پر موږ چاودنې څوک کوي او زموږ بدخواه څوک دي".

د پاکستان د ترهګرۍ ضد قومي ادارې (نېکټا) درې ورځې وړاندې یوه خبرتیا خپره کړه او په هغه کې یې شپږ تنو سیاسي مشرانو ته ویلي وو،‌ چې پر دوی د ترهګرۍ د بریدونو خطره ده، په هغوی کې د اکرم خان درني په شمول د اسفندیار ولي خان، امیر حیدر خان هوتي،‌ عمران خان، افتاب شېرپاو او د حافظ سعید د زوی طلحه سعید نومونه شامل وو.

په همدې ورځ د شپې ناوخته په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي کاندید هارون بلور پر انتخابي غونډه ځانمرګی برید وشو، چې د هغه په شمول ۲۲ تنه پکې و وژل شول او شاوخوا پینځوس تنه پکې ټپیان شول. نن د جمعې په ورځ د اکرم خان دراني پر انتخابي کمپاین د برید تر څنګ په بلوچستان کې د نوي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ پر صوبایي کاندید میر سراج رییساني باندې هم د انتخابي غونډې په مهال ځانمرګی برید وشو،‌ چې پخپله هغه له ۸۴ نورو کسانو سره پکې و وژل شو او تر سلو زیات کسان پکې ټپیان شول.

په نیویارک کې مېشت سیاسي څېړونکی جهانګیر خټک وایي، د نېکټا پر خبرداري برسېره پر کاندیدانو بریدونه کېدل د امنیتي ادارو ناکامي ده:

"دا د امنیتي او استخبارتي ادارو ذمه واري وه، چې د مشهورو سیاسي ګوندونو د هغو مشرانو پر امنیت یې نوي امنیتي کسان ګومارلي وای، چې انتخاباتو ته ولاړ دي او ژوند یې په خطر کې دی".

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې په شمالي وزیرستان او د هېواد په نورو برخو کې د ترهګرو په ضد تر بریالیو عملیاتو وروسته اوس امنیت په بشپړه توګه ټینګ شوی دی، خو د ترهګرۍ وروستیو بریدونو د دوی دغه دعوې غلطې ثابتې کړې او د انتخاباتو د امنیت په اړه یې اندېښنې را پورته کړې.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د هارون بلور او د خپل ګوند د ۲۲ پلویانو تر وژل کېدو وروسته وړمه ورځ رسنیو ته وویل، تر دې پېښې وروسته به څنګه ووایي چې راتلونکي عام انتخابات ازاد او له درغلۍ پاک دی، ځکه چې وایي د دوی د انتخابي کمپاین د ناکامه کولو هڅه دا څرګندوي چې دا ځل بیا د یو بل ګوند بریالیتوب ته لاره جوړېږي.

ټاکل شوې چې د جولای په ۲۵مه به پاکستان کې عام انتخابات کېږي چې د پاکستاني پوځ د ویاند په وینا د امنیت لپاره یې شاوخوا ۳۷۱۰۰۰ پوځي سرتېري په دنده ګومارل شوي دي،‌ خو په پاکستان کې تر ټاکنو مخکې د ترهګرۍ بریدونو هم د سیاسي ګوندونو په مشرانو او هم د ګوندونو په پلویانو کې د امنیت په اړه وېره خپره کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG