لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: تر څو مو د خلکو اوښکې روانې وي زموږ له خولې به د بغاوت اوازونه اوچتېږي


د پښتنو د حقونو لپاره فعال تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ نن ماسپښین د پښتونخوا په سوابۍ (صوابۍ) سیمه کې یوه ولسي جلسه را بللې ده، چې د صوبې د بېلابېلو سیمو په شمول له بلوچستان او د هېواد له نورو برخو هم خلک پکې ګډون کوي.

د دې تحریک مشر منظور پښتین وایي، دغه جلسه یې ځکه د اګست په ۱۲مه را بللې چې وایي اویا کاله مخکې د ۱۹۴۸م کال په اګست کې په همدې ورځ د چارسدې په بابړه کې تر ۶۰۰ زیات پښتانه د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا وژل په غیرعدالتي توګه شوي وو.

ښاغلي پښتین پرون په پېښور کې د یوه لاریون په مهال وویل، تر څو چې په پاکستان کې له پښتنو سره د مور میرې چلند او ظلم کېږي دوی به خپل ږغ ضرور پورته کوي:

"چې تر څو زموږ د وطن د خلکو اوښکې روانې وي زموږ له خولې به هم د بغاوت سپېڅلي اوازونه پورته کېږي، چې تر څو پښتون دلته یو بې پته، پېغورجن او ملزم قام اوسېږي تر هغو به یې موږ دفاع کوو او له دې مورنۍ خاورې سره مو وعده ده چې تر څو دلته امن نه وي راغلی د دې خاورې د بقا لپاره به همېشه اواز پورته کوو"

وړانګه لوڼۍ په سوابۍ کې د جلسې اشتهار لګوي
وړانګه لوڼۍ په سوابۍ کې د جلسې اشتهار لګوي

د دې جلسې لپاره په سوابۍ سیمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې کمپېن روان دی. د جلسې لپاره پر ټولنیزو رسنیو هم تود کمپاین کېږي، چې د خلکو د خبرو او هڅولو لپاره یې پر فېسبوک او ټویټر د #PashtunLongMarch2Swabi په نامه هېشټېګ هم چلېږي. د سوابۍ د زېدې کلي یو اوسېدونکی هدایت الله خان په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"خلک ډېر ښه جواب راکوي، موږ چې په بازارونو وګرځېدو، اشتهارونه مو په دېوالونو ولګول او خلکو ته مو پیغام و رساوه، نو څومره خلک چې راسره ملاوېږي نو د پي ټي ایم او منظور پښتین نوم اخلي او وایي چې جلسې ته به درځو".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي د دوی د تېرو جلسو غوندې به په دې جلسه کې هم د جبري بې درکو خلکو د خپلوانو تر څنګ د سیمې ځایي ښځې هم ګډون کوي. د غورځنګ فعاله غړې ثناء اعجاز له خلکو د خپلو مېرمنو د ګډون غوښتنه کوي:

ثنا اعجاز او وړانګه لوڼۍ پر خلکو د جلسې بلنې وېشي.
ثنا اعجاز او وړانګه لوڼۍ پر خلکو د جلسې بلنې وېشي.

"په دې ورځ د پاکستان له جوړېدو دستي وروسته یو ظلم شوی دی چې تر اوسه دا ظلم را روان دی، نو د دې خلاف اواز پورته کول ډېر مهم دی، زه سوال کوم پښتانه چې د پاکستان له هره ځایه راځي له ځان سره دې خپلې زنانه خامخا راولي، ځکه دا د حق غوښتنه یواځې په سړیو نه کېږي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکثرو جلسو کې امنیت د دوی خپل کسان ساتي، خو دا چې د سوابۍ جلسې د امنیت لپاره پولیس ګومارل شوي دي که نه، په دې اړه د پښتونخوا د پولیس چارواکو له خوا څه نه دي ویل شوي، خو د غورځنګ یوه بله فعاله غړې وړانګه لوڼۍ د جلسې د امنیت په اړه د یوې اندېښنې یادونه هم کوي:

"که څه هم موږ ته وایي چې د جلسې ځای بدل کړئ ځکه چې وایي تاسې ته خطرونه دي کېدای شي چاودنه وشي خو د ملګرو حوصلې ډېرې لوړې دي".

پر پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د ملاتړ تورونه هم لګېږي، خو غوښتنې یې پر ځای بولي، مګر تر اوسه نه هم حکومت او نه پوځ له دې تحریک سره په مذاکراتو بریالی شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG