هند وايي، د بهرنیو چارو وزیر به یې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره و نه ګوري.
هند وايي، له پاکستان سره خبرې یا مذاکرات څه معنې نه لري ځکه چې له پاکستان نه ورغلي ترهګر د هند تر واک لاندې کشمیر کښې وسلوال فعالیت کوي.
خو پاکستان وايي، که چېرې د مسلو د حل لپاره له مذاکراتو پرته بله کومه لاره وي نو هند دې پاکستان وښيي.
د هند لخوا تر دې وړاندې په دې اتفاق شوې وو چي د امريکا نيويارک کښي د ملگرو ملتونو د غونډې پر مهال به د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزيرانو تر منځ ملاقات کيزي اؤ امريکا هم ددې لیدنې هرکلې کړې وو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، له پاکستان سره د مذاکراتو له خبر سره سمدستي د هند تر واک لاندې کشمير کښي یو شمېر پولیس د هغو ترهګرو لخوا وژل شوي کوم چي له پاکستان څخه ورغلي وو.
له دې مذاکراتو څخه د هند د په شا کېدو په غبرګون کښي د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چي دوی يواځي له هند څخه د مذکراتو وړاندیز کولې شي خو فشار پرې نه شي آچولې اؤ نه به پاکستان څه قسمه فشار ومني.
وزير اعظم عمران خان تر دې وړاندې ويلي وو چي هند سره په ټولو مسلو مذاکرات کول غواړي.
هند تور لګوي، چې پاکستان د هغو وسلوالو ډلو مرسته کوي کوم چي د هند تر واک لاندې کشمير کښې ترهګر بریدونه ترسره کوي.
هند په ممبي ښار کې د کال ۲۰۰۸ کال د ترهګریز برید او په کابل ۲۰۰۱ د هند په پارلمان باندې د بریدونو پړه په هغو ډلو او تنظیمونو اچولې ده کوم چې په ښکاره په پاکستان کې دي.