لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمو سناتورانو ویلي چې بریټ کوانا ته به د تایید رایه ورکوي


سوسن کولنز
سوسن کولنز

دوو مهمو سناتورانو سوسن کولنز او جو منچن ویلي، دوی به د امریکا د سترې محکمې څوکۍ لپاره د قاضي بریټ کوانا لپاره د تایید رایه ورکړي.

د امریکا سېنېټ یا سنا ته جمهوري غوښتونکې سوسن کولنز وویل، د کوانا پرضد د شویو ادعاو په برخه کې شواهد نه وو موجود او زیاته یې کړه چې د هغې پرېکړې ته باید په دې سترګه و نه کتل شي چې د جنسي تیري ادعاوې کم ارزښته ګڼل کیږي.

هغې وړاندې وویل:

"هر سړی یا ښځه چې د جنسي تیري ادعا لري حق لري چې واورېدل شي او په درناوي ورسره چلند وشي. "

ډیموکراټ سناتور منچن څو شېبې وروسته بیا په یو ټویټ کې ولیکل چې دی به د هغو معلوماتو له مخې د هو یا تایید رایه ورکړي چې ده ته رسېدلي دي چې په هغو کې د اف بي آی لخوا وروستی راپور هم شامل دی.

په کوانا باندې د پروفیسرې کرسټین بلیسې فورډ لخوا د جنسي تیري تور لګېدلی چې وايي په ۱۹۸۰یمې لسیزې کې یې په واشنګټن کې په یو کور کې په هغې جنسي تیری کړی وو خو کوانا دغه تورونه تېره اونۍ د امریکا د سېنېټ لخوا د پوښتنو ګروېږنو پرمهال رد کړل.

د امریکا سېنېټ د جمعې په ورځ رایه ورکړه چې د سترې محکمې لپاره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا په نوماند شوي کس باندې دې بحثونه محدود شي او د هغه په نوماندۍ باندې دې وروستۍ رایه واچول شي چې کیدای شي دا رایه ورکول د خالي یا شنبې په سهار ترسره شي.

که څه هم ددغې وروستۍ رایه ورکولو په اړه تر اوسه پورې لا ډېر ساعتونه پاتې دي خو وکیلان به پرېکړه کوي چې هغوی د هو او که د نه رایه ورکړي.

دا مهال کابو نیم سېنېټ د کاوانا سره موافق او نیم مخالف ښکاري او که همداسې پاتې شي نو بیا به د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د کوانا د تایید رایه ورکوي او کوانا به د امریکا د سترې محکمې د نوي مشر په توګه ټاکل کیږي.

یو شمېر لاریون کونکو چې د کوانا د نوماندۍ پرضد دي له سناتورانو سره مخالفت ښودلی او د واشنګټن ډي سي پولیسو په سلګونو دغه ډول لاریون کونکي نیولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG