په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو شوؤ قبائیلي سیمو ۱۴ نورې صوبایي محکمې د صوبایي حکومت په واک کې ورکړل شوي اؤ وزیراعظم عمران خان د خیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلي محمود خان ته سپارښتنه کړې چې دقبائیلي سیمو څخه پخپله لیدنه وکړي.
دقبائیلي سیمو نه دپارلیمان غړي نیوکي کوي چې دفاټا په صوبه کې د ورګډؤلو نه وروسته ددغو سیمو ټولې انتظامي چارې په ټپو ودریدلي اؤ دا خبره لا په غوڅه توګه نه ده معلومه چې هغوئ دخلکو ستونزو هوارولو دپاره ګورنر سره تماس ونیسي که دصوبې وزیراعلي سره؟
دجمعې په ورځ داسټیبلشمنټ محکمې له لوري په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دفاټا سیکرټریټ لخوا تنظمیدونکې ۱۴ محکمې د صوبايي حکومت په واک کې ورکړل شوي.
په دغو محکمو کې دکرکیلې،ځنګلونو،اوبه خور،لوبو،صنعتوتو،د ځناورو،بجلۍ پیدا کولو،هنري تعلیم،ورو ډیمونو،دتیلو اؤ ګیس اؤ ځینې نورې محکمې شامل دي
اعلامیه کې ویل شوي چې دغه محکمې به اوس د خیبر پښتونخوا د انتظامي سکترانو لخوا پرمخ بیول کیږي اؤ د صوبايي حکومت د واک لاندې به کار کوي.
تر دې وړاندې دقبائیلي سیمو دتعلیم اؤ صحت څانګې هم د صوبایي حکومت په واک کې ورکړل شوې وې.
سرچینې وایي دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلي ښاغلي محمود خان دجمعې په ورځ وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کړې اؤ هغه یې خبر کړی چې دصوبې په واک کې د ورکړل شوؤ دغو نوؤ محکمو دفعالیت دپاره صوبایي حکومت څه پلانونه په لاس کې لري.
سرچینې وایي په دغه لیدنه کې وزیراعظم عمران خان صوبایي وزیراعلي ته سپارښتنه کړې چې زر تر زره دقبائیلي سیمو څخه لیدنه وکړي اؤ هڅه دې وکړي چې دقبائیلي ضلعو بنیادي ځاندرې ته د ورګډولو عمل د قبائیلي ولس د غوښتنې په اساس زر ترزره سرته ورسول شي.
په دغه لیدنه کې دا نه ده ټاکل شوې چې وزیراعلی به کله دقبائیلي ضلعو سفرکوي خو قبائیلي ضلعې دپارلیمان غړي ساجد حسین طوري وایي چې وزیراعلی تر اوسه دپارلیمان قبائیلي غړو سره لیدنه هم نه ده کړې ترڅو دنوي نظام په هکله ورسره خپل پلانونه شریک کړي اؤ دهغوئ نظرونه واوري.
وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ساجد طوري ویلي تر دې وخته خو قبائیل هیڅ پوهه نه دي چې دخپلو ستونزو دهواري دپاره ګورنر هاوس ته ورشي که د وزیراعلي ماڼۍ ته ځکه چې نظام لا واضحه شوی نه دی.
هغه وویل حکومت دفاټا په صوبه کې د ورګډولو عمل بیخي دسستۍ ښکار کړی اؤ نن ددې په نتیجه کې وړاندې دستونزو سره مخ دقبائیلي عوامو ستونزې نورې هم سیوا شوي اؤ دومره مایوسه شوي چې اوس وایي هغوئ دپاره هم هغه زوړ د ایف سي ار نظام ښه ؤ.
دخیبرپښتونخوا حکومت ته دفاټا سپارل شوؤ محکمو کې تر ټولو مهمه د تعليم محمکه ګڼل کيږي،
د فاټا سيکرټريټ د خپلوشمېرو ترمخه وایي په ياده سيمه کې د ۱۵۰۰ نه زيات سکولونه د تېرو څو کلونو په ناامنۍ کې اغيزمن شوي دي، د استازانو سکولونو ته نه راتلو شکايات تر ټولو زيات په دغو سیمو کې مخې ته راځي.
د خېبر پښتونخوا د تعليم د محمکې سيکتر مختيار احمد تیره میاشت وائس اف امریکه ته یوه مرکه کې ویلي وؤ د تعليم په لړ کې دوي په خېبرپښتونخوا کې ډيرې لاس ته راوړنې کړې دي او په زياترو سکولونو کې يي بنیادي اسنتياوي برابر کړي دي،
هغه ویلي " څومره کارونه چې مونږ په خېبر پښتونخوا کې کړې دي دومره به په قبايلي ضلعو کې هم کوو، چې کوم قسمه مسائل هم وي په تعليمي ادارو کې، د ختمولو هڅه به يي کوو"