لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مېلر:دافغان کشالې ترسیاسي هواري به افغانستان کې جګړه روانه وي


په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو کمانډر جنرال سکاټ ميلر ويلي دي په دغه هيواد کې به دسياسي هواري پورې جګړه دوامداره وي.

دافغانستان دطلوع ټي وي د راپور له مخې سي اين اين سره یوه مرکه کې دطالبانو په ضد دافغان جګړې دودريدو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې جنرال مېلر ويلي " دا جګړه به ديو سياسي هواري پورې روانه وي"

هغه وويل " دا دوه خواوې دي چې ديو بل په ضد جنګيږي او په دې پړاو به دهغوي څخه يو هم عسکري ګټه ترلاسه نه کړي"

هم په دغه مرکه کې په افغانستان کې دامريکایي سفير جان باس دميلر داندازې سره اتفاق کړى او خبردارى يې ورکړي دى چې دطالبانو لخوا په کابل کې دموجوده انتظاميې په سختۍ سره د ردولو له امله به امريکايي او افغان چارواکي ديو کړکیچن ډيپلوماټيک وضعيت سره مخ کيږي.

سي اين اين دجان باس په اړه ويلي " مونږ نن يوه موقعه لرو، کومه چې مو شپږ يا دولس مياشتې دمخه نه لرله ، ترڅو ووينو چې ايا دغه سياسي هوارى په رښتيا ممکن دى"

هغه وويل " مونږ نه پوهيږو چې ايا بريالي به شو، مونږ ته به کتل دا وي چې ايا طالبان دسولې لپاره دافغانستان دخلکو ژور خواهش ته په ځواب ورکولو کې خوښي لري؟"

په داسې حال کې چې دجنورۍ په مياشت کې امريکا او طالبان په جده کې دسولې دخبرو څلورم پړاو کې ګډون کوي، افغان حکومت دشورو په ورځ ويلي کابل به دغو خبرو ته يو دسولې پلاوى ليږي.

که هر څو طالبانو له دې وړاندې په ابو ظهبۍ کې دافغان حکومت پلاوي سره له خبرو انکار کړى ؤ خو افغان حکومت وايي هغوي جدې ته دسولې دپلاوي ليږلو ته ليواله دي.

دافغانستان داجرايه ريس عبدالله عبدالله مرستيال وياند فريدون خزون ويلي " کله چې هم ضرورت وي مونږ به خپل پلاوى ليږو او خپله اراده به څرګندوو"

تر دې دمه دامريکا، روس قطر، متحده عرب اماراتو او پاکستان استازو طالبانو سره خبرې اترې کړي خو کابل پخپلو سيمه ييزو او نړيوالو ايتلافيانو ټينګار کوي چې طالبان دهغوي سره دنيغ په نيغه خبرو اترو لپاره قايل کړي، خو طالبانو افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرو ته شرط ایښی چې نړیوال ځواکونه به له افغانستان څخه اوځي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG