لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په لورالای کې پر چاوڼۍ برید، 8 وژل شوي، طالبانو د برید ذمه واري منلې


کوټه ــــ د بلوچستان په شمال ختیځه سیمه لورالای کې په چاوڼۍ کې دننه د استخباراتو پر یوه دفتر وسلوالو ډله ییز برید کړی، چې وروسته امنیتي ځواکونو هم ورباندې ځوابي پیل کړې او نښتې څو ګنټې دوام کړی چې په نتیجه کې یې د وسلوالو په ګډون د 8 تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ناتایید شوي رپوټونه وايي چې په دې نښته کې یو افسر صوبیدار مېجر او درې نور ملېشه پوځیان وژل شوي او څلور عسکر پکې ټپیان شوي هم دي. چا رواکي وايي په دغه پېښه کې څلور بريدګر وژل شوي دي چې وایي په دوی کې يوه په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد چاودلي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو دفتر وايي، دغه بريد د نهې- سه شنبې په سهار وختي د څلورو بجو په شاوخوا کې شوی، چې وایي بیا د وسلوالو او د امنيت خوندي ساتونکو تر منځ ډزې سهار تر ناوخته روانې وې، خو اوس یې سیمه له وسلوالو پاکه کړې ده.

د لورلای يوه لوړرتبه چارواکي وويل چې تېره شپه نا وخته د امنيتې ځواکو پر فو ځئ چها ونئ با ندې نا څر ګنده وسلوالو ډ زې پيل کړې چي په نتيجه کي د امنيت خو ندي سا تو نکو ادارو ۴عسکر ووژل شو۲ بيا ټپيان دي

د دې برید ذمه واري د تحريک طلبان پاکستان ډلې پر غاړه اخیستې ده. د دې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لېږله خبرپاڼه کې دعوه کړې، چې په برید کې یې لسګونه پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي.

لورای د پښتنو سيمه ده، چې په لوېديځ کې له کلا سيف الله او ږوب ضلعو سره پوله لري. په بلوچستان کې د بلوڅانو په سيمو کې بلوڅ وسلوالې ډلې ډېري فعالې دي، خو په دې وروستیو کې د پښتنو په شمالي سيمو کې د طالبا نو او نورو توندروه مذهبي ډلو فعالیت زيات شوی دی.

چارواکي وایي وسلوالو کوچنۍ او غټې وسلې لرلې، چې لومړی یې د دفتر د مرکزي دروازې پر دوو ساتونکو ډزې کړې او وژلي یې دي، وروسته دفتر ته ننوتي دي، خو وایي په دفتر کې دننه د ملېشه ځواکونو پوځیانو ورباندې ځوابي ډزې پیل کړې.

رپوټونه وایي چې د برید په مهال په سیمه کې امنیتي پوځیان لږ وو، ځکه نو په دفتر کې د موجودو افسرانو د مرستې لپاره له کوټې د مرستې لپاره پوځیان ور وغوښتل شول، چې وایي په هغوی کې پوځیان، د ملېشه ځواکونو پوځیان او پولیس عسکر شامل وو. چارواکي وایي له کوټې امنیتي کسانو سمدستي سیمه محاصره کړې او یو هیلیکاپټر یې هم د فضایي څارنې لپاره ورغلی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG