په پاکستان کې يوه غيرسرکاري اداره وایي، په دې هېواد کې هره ورځ يوولس ماشومان له جنسي تېریو سره مخ کېږي او دا هغه شمېر دی چې رپورټ کيږي او اصل شمېر تر دې ډېر زيات ګڼل کېږي.
د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوونکې يوې غيرسرکاري ادارې (ساحل) په وينا ماشومان له جنسي تېري نه د بچ کولو ذمه واري په والدينو او په حکومت ده.
ساحل وايي نه يواځې دلته په ماشومانو جنسي تېري کېږي بلکې په اکثرو پېښو کې پرې تشدد هم شوی دی او ماشومان تر جنسي تېري وروسته وژل شوي هم دي چې تازه مثال يې د پښتونخوا په ايبټ اباد ښار کې د فريال نومې درې کلنې ماشومې دی چې تر جنسي تېري وروسته و وژل شوه.
له ساحل نومي دې ادارې سره کارکوونکی ممتاز گوهر ډيوه رېډيو ته وايي، دلته د ماشومانو ځورونې له ډېرې مودې راهیسې روانې دي، خو اوس پکې تشدد هم شامل شو او د 2018م کال په لومړیو شپږو مياشتو کې په ټول پاکستان کې 57 ماشومان له جنسي تېریو نه پس وژل شوي دي.
ممتاز گوهر وايي دلته د جنسي تشدد په پېښو کې د زياتوالي يوه وجه دا هم ده چې مجرمانو ته سزا نه ورکول کېږي او د دوی په وينا يواځې پینځه فيصده مجرمان په دغه شان جرمونو کې سزا کيږي:
"په کوم هېواد کې چې دومره کم مجرمان سزا کېږي نو ښکاره خبره ده چې بیا به له سزا بچ شوي مجرمان بیا بیا جرمونه کوي".
ممتاز ګوهر په ماشومانو د جنسي تشدد د پېښو د زیاتوالي دويمه وجه د پاکستان پېچلی قانوني او عدالتي نظام او جرګه نظام هم ګڼي:
"دغسې خبرې اکثر خلک پولیسو ته نه رپوټ کوي او د جرګې له لارې یې د هوارولو هڅې کوي، باید په دې برخه کې قوانین سخت شي".
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي دا غوښتنه هم کوي، چې په داسې معاملو کې دې د پولیسو د پلټنې طریقه هم سمه کړل شي، ځکه چې وایي پولیس اکثر لومړی خو د داسې پېښو مقدمې نه درج کوي خو درج یې هم کړي نو زیات کار ورباندې نه کوي ځکه خو په ماشومانو جسني تېري کوونکي نه سزا کېږي.
د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوونکي له موثرې قانون سازۍ سره سره د والدينو نه هم غوښته کوي چي خپله دې د ماشومانو څارنه کوي.