لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوازشريف د ضمانت خواست رد کړی شوی


اسلام اباد هايکورټ د پخواني وزيراعظم نوازشريف په ضمانت د خوشي کېدو خواست رد کړی دی نوازشريف د العزيزيه سټيل ملز په قضيه کې بندي دي.

د نوازشريف لخوا عدالت ته خواست شوی چې د طبي اساس په سر دې د هغه په ضمانت د خوشي کېدو منظوري ورکړی شي.

د ځاي ميډیا ترمخه د اسلام اباد هايکورټ د د جسټس عامر فاروق او جسټس محسن کياني ګډ بنچ نن د ګل، دوشنبې په ورځ دا فېصله اورولې ده.

عدالت په خپله لنډه فېصله کې د خواست رد کولو ويلي او تفصيلي فېصله به وروستو خپرولی شي.

مسلم ليګ ن د عدالت د تازه پرېکړې په غبرګون کې ویلي د فېصلې پرضد به خواست کوي.

پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي نوازشريف ناروغه دی او درملنه يې په زندان کې ممکن نه ده ځکه دوي د هغه د ضمانت خواست کړی چې بهر يې درملنه وشي.

په ۲۰م فرورۍ د اسلام اباد هايکورټ په دې خواست فېصله محفوظ کړې وه.

په اسلام اباد کې د احتساب عدالت د دسمبر په ۲۴م نېټه نوازشریف ته د العزيزيه په قضيه کې د اووه کاله بند او د درې نيم اربه روپو نه سېوا د جرمانې سزا اورولې وه.

نوازشريف د لاهور کوټ لکهپت زندان ته لېږل شوی خو په زندان کې يې طبعيت خراب شوی او دا وخت يې د لاهور په جناح روغتون کې درملنه روانه ده.

تېره مياشت د نوموړي درملنه کوونکو د ډکټرانو ډلې سپارښتنه کړې وه چې هغه دې د جېل په ځای روغتون ته علاج له ولېږل شي.

نوازشريف ته له دې وړاندې د پانامه په قضيه کې د احتساب عدالت د لس کاله بند سزا اورولې وه خو وروسته د اسلام اباد هايکورټ دغه فېصله ځنډولې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG