لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د پاکستانۍ اېف-۱۶ جنګي الوتکې نسکورولو ادعا کړې


د هند د هوايي ځواک مشر ادعا کړې چې د پاکستان اېف- ۱۶ جنګي الوتکه يې نسکوره کړې او هغه د پاکستان لوري ته غورځېدلې وه.

خو د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د شورو، چارشنبې په ورځ ويلي ؤ پاکستان د هند دوه جنګي الوتکې نسکورې کړي او د هند يو پايلټ يې نیولی دی کومه پاکستانۍ الوتکه نه دی نسکوره کړی شوې.

د هند د هوايي ځواک مشر ايئر وايس مارشل ار جي کی کپورد زيارت، پنجشنبې په ورځ ناوخته رسنيو سره په خبرو کې د پاکستان د اېف-۱۶ الوتکې نسکورولو ادعا کړې ده.

هغه ويلي دغه الوتکه د هند هوايي ځواک د شورو، چارشنبې په ورځ هغه وخت په نخښه کړې چې کله د پاکستان هوايي ځواک په هندي کشمير کې د هندي ځواک تاسيسات په نخښه کول.

هغه وويل الوتکه بيا په پاکستاني کشمیر کې غورځېدلې ده، هندي چارواکو ویلي دوي ته د اېف-۱۶ جنګي الوتکو څخه کارېدونکي د ميزايل ټکړې په لاس ورغلي دي.

د شورو په ورځ د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور د هندي الوتکو د نسکورولو په اړوند خبريالانو ته احوال تېر کړی ؤ.

د هغه نه په دغه مهال پوښتنه شوې وه چې هند ادعا کوي چې د پاکستان الوتکه يې نسکوره کړې خو نوموړي په ځواب کې ویلي ؤ پاکستان په دغو عملياتو کې چې د هند دوه الوتکې يې نسکورې کړي اېف-۱۶ جنګي الوتکه يې هډو کارولې نه وه.

د هند د هوايي ځواک مشر ادعا کړې دوي د اېف-۱۶ جنګي الوتکې د کارېدو په اړوند ثبوتونه لري او ځينې مواد ورته د هندي کشمير د تجوړي سېکټر څخه په لاس ورغلي دي.

هغه وويل د پاکستان د هند د نيولي پايلټ ابي نندن د خوشي کولو په اعلان د هند هوايي ځواک خوشحاله دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ په پارلیمان کې اعلان کړی ؤ د هند نيولی پايلټ خوشي کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG