لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنیوزي لینډ ترهګرېز برید کې دخپل سر په قیمت ترهګر قابو کوونکی دپښتونخوا راشد نعیم وپیژنئ


عیني شاهدان وایي دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ ښار کې په جومات دشوي برید په مهال دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دایبټ اباد سیمې اوسیدونکي نعیم راشد نومې تن دخپل سره په دانګلو پولیسو سره دترهګر په نیولو کې کومک کړی دی.

په دغه برید کې پخپله نعیم راشد اؤ دهغه زوئ طلحه هم وژل شوي .

بیلابیلو نړیوالو رسنیو دعیني شاهدانو له خولې ویلي چې کله دجمعې په ورځ په کرائسټ چرچ ښار کې په النور جومات اتویشت کلن ترهګر برینټن ډزې پیل کړې اؤ ګڼ خلک یې وژل نو په دغه مهال دایبټ اباد نعیم راشد دخپل سر پرواه ونه کړه اؤ دترهګر مخې نیولو دپاره ورپورته شو.

دجمعې په ورځ ترهګرۍ په دغه پېښه کې ۴۹ کسان وژل شوي اؤ ۲۰ نور ژوبل شوي وؤ.

دترهګر په ډزو کې پخپله نعیم راشد هم لګیدلی اؤ ژوبل شوی ؤ خو هغه دترهګر دقابو کولو کوټلې هڅه وکړه اؤ بیا وروسته پولیسو دغه ترهګر ونیولو.

عیني شاهدان وایي چې له ژوبل کیدلو وروسته کله نعیم راشد روغتون ته ورسول شو نو دغلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

دنعیم راشد رور ډاکټر خورشید عالم په دغه پېښه کې دخپل رور اؤ وراره د وژل کیدلو پخلی کړی دی،

تر دې ساعته نه ده په ډاګه شوې چې د راشد نعیم اؤ دهغه د زوئ طلحه جسدونه به دښخولو دپاره پاکستان ته رارسول کیږي که په نیوزي لینډ کې به خاورو ته سپارلی شي.

راشد نعیم څوک ؤ؟

دنعیم راشد په هکله ویل کیږي چې هغه په نیوزي لینډ کې د یو پوهنتون استاد ؤ اؤ په دې ترهګریز برید کې وژل شوی دهغه زوئ طلحه تازه تازه دانجنئرنګ سبق سرته رسولی ؤ.

د نعیم راشد کورنۍ ته نزدې سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې د ۵۱کلن نعیم راشد تعلق دایبټ اباد دجناح اباد سیمې سره ؤ اؤ هغه په کال ۲۰۰۹م کې دپاکستان نه نیوزي لینډ ته دپي‌ایچ ډي ډګرۍ ترلاسه کولو دپاره تللی ؤ اؤ دغلته یې یو پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.

ښاغلي راشد نیوزي لینډ ته له تګ وړاندې پاکستان کې دیو بانک دننه ملازمت کولو اؤ بیا دوبۍ ته تللی اؤ هلته یې هم ترڅه مودې په یو بانک کې په ښه عهده نوکري پیل کړې وه.

د راشد نعیم ورور ډاکټر خورشید عالم د وائس اف امریکه خبریال احسان محمد خان ته ویلي چې ښاغلی راشد نعیم په وروستي ځل میاشت یوه نیمه وړاندې دخپل فامیل سره ایبټ اباد ته راغلی ؤ دلته یې دخپلې کورنۍ سره وختونه تیر کړي وؤ.

هغه درې زامن لرل چې مشری زوئ طلحه یې په دې ترهګریز برید کې وژل شوی اؤ دوه زامن ترې یتیمان پاتې شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG