د جنوبي وزيرستان د واڼه سره تعلق لرونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عارف وزیر وايي، د خپلې ګرفتارۍ پرضد عدالت ته ځي ځکه چې د هغه په وېنا هغه نزدې څلور مياشتې په غېر قانونه توګه بنديوان کړی شوی ؤ.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، عارف وزیر او هغه سره صابر او سېف الله ته په خوشي کېدو هرکلی ویلی دی.
عارف وزیر د پي ټي اېم د مخکښ مشر او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د تره زوی دی.
وزير وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، هغه درې مياشتې او ۲۰ ورځې وړاندې د پي ټي اېم د سیوري لاندې په واڼه کې احتجاج کړی ؤ او د دغه پرامنه احتجاج وروسته هغه سره د ملګرونيول شوی او بندیوان کړی شوي وو.
هغه وايي دوي انتظاميې بللي او د کوم تور لګولو پرته يې بيا بندیوان کړي او درې مياشتې د دوي د کورنۍ غړي دوي ته نه دي پرېښودل شوي او دوي په دې هم نه ؤ خبر چې چرته بندیوان دي.
خو په سيمه کې د عدالتونو جوړېدو وروسته بيا د دوي ملګرو عدالت ته خواست کړی او اوس دوي نوي جوړ شوي عدالت خوشي کړي دي.
وزير وايي دوي اوس پرېکړه کړې چې عدالت ته به ځي او د خپلې ګرفتارۍ پوښتنه به کوي چې دوي په کوم جرم کې نيول شوي وو.
هغه وويل که د پي ټي اېم ملګرتيا جرم ګڼل کيږي نو هغه وايي پي ټي اېم د خپلوحقونو غوښتو غورځنګ دی او دوي به د پي ټي اېم د لارې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو پورې مبارزه دوامداره ساتي.
بل لور ته منظور پشتين ويلي پرون د شورو، چارشنبې په ورځ په ټانک کې د دوي درې نور فعاله غړي نيول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې نزدې ۱۵ مياشتې يې د جوړېدو وشوې په دې موده کې د دوي ګڼ شمېر غړي نيول شوي چې ځينې پکې اوس هم بنديوان دي او ګڼ خوشي شوي هم دي.
پي ټي اېم تور لګوي چې د دوي غړي د خپل حق په غوښتنه په غېر قانوني توګه نيول کيږي خو د پي ټي اېم پرضد چې څومره مقدمې درج شوي په هغو کې په دوي تور لګول شوی چې په خپلو جلسو جلسونو کې د پاکستان د ادارو پرضد نعرې وهي او خلک د رياست پرضد راپاروي.
پرون د پاکستان وزیراعظم عمران خان په واڼه کې يوې جلسې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نوم اخيستو پرته وويل، دلته خلک دي، ځوانان اړي ګړي ته راپاروي او تور يې ولګوؤ ځينې مشرانو ته يې د بهر نه پېسې مېلاويږي.
خو نوموړي د تېرې جمعې په ورځ اورکزو قبايلي ضلع کې یوې ولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي ؤ د پي ټي اېم خبرې سمې دي خو لهجه يې سمه نه ده او زياته کړې يې وه خلک د پوځ پرضد کول او داسې نعرې وهل چې ملک او قبايلي علاقې ته به يې څه ګټه وي؟.
پي ټی اېم د عمران خان تورونه رد کړي او د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي په نړيواله کچه دې یو ازاد کمېشن جوړ شي، چې پي ټي اېم ته د کوم ځای نه پېسې راځي هر څه به په ډاګه شي.