لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که تړون ونشي، په چینايي توکو به ټکسونه ۲۵ فیصدو ته لوړ شي


واشنګټن: چین وايي، کچېرې امریکا په چینايي توکو باندې د نویو ټکسونو د لګولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي نو دوی ټول اړین تیاری نیولی.

دا په داسې حال کې چې د چین د سوداګرۍ جګ پوړي مذاکره کونکي واشنګټن ته رسېدلي تر څو له امریکا سره د سوداګریزې جګړې د پای ته رسېدو پرسر په بل پلا خبرو کې برخه واخلي.

د چین د ولسمشر زي لوړ پوړی اقتصادي سلاکار لیو هي به نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د امریکا د سوداګرۍ له استازي رابړت لایټزر او د خزانې له وزیر سټیفن منوچن سره یوه ورځ مخکې له دې وګوري چې د چین د ۲۰۰ بیلینه ډالرو په ارزښت سوداګریزو توکو باندې به له ۱۰ څخه ۲۵ فیصدو ته ټکسونه لوړ شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ددغو ټکسونو لوړولو لپاره وروستۍ نېټه د جمعې ورځ ټاکلې ده.

امریکا په چین باندې تور پورې کړی چې د سوداګریزې جګړې د پای ته رسولو پر سر د میاشتو راهیسې په روانو خبرو کې له خپلو کړو ژمنو څخه په شا شوی دی.

ټرمپ په فلورېډا کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل:

"دوی تړون مات کړی نو ځکه دوی دلته راځي. د چین د ولسمشر مرستیال به سبا امریکا ته راشي خو دوی تړون مات کړی دی. دوی دا نشي کولای نو ځکه دوی به اوس پیسې ورکوي."

تر دې مخکې ټرمپ د چهارشنبې یا شورو په ورځ ویلي و دی به خوشحاله وي چې د چینايي توکو په واداتو باندې ټکسونه په همدې حال وساتي او زیاته کړې یې وه چې پیکنګ به په غلطه وي که دا هیله ولري چې بیا د سوداګرۍ پر سر وروسته د ډیموکراټانو تر مشرۍ لاندې یوې ادارې سره خبرې وکړي.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند ګاو فینګ د پنجشنبې په ورځ په پیکنګ کې خبریالانو ته وویل، چین به هېڅ ډول فشار ته ښکته نشي او خبرداری یې ورکړ چې دوی ژمن دي چې د خپلو ګټو دفاع وکړي.

یاد وزارت تر دې مخکې په یو بیان کې ویلي و، کچېرې په چینايي توکو باندې ټکسونه زیات شي نو د دوی هېواد به هم په غبرګون کې اړین ګامونه پورته کړي.

د ټرمپ اداره هیله لري چې نوي ټکسونه به له چین سره په سوداګرۍ کې بدلون راولي.

دواړه غاړې لا تر اوسه په دې نه دې توانېدلي چې کوم سوداګریز تړون ته سره ورسېږي او نوي لګېدلي ټکسونه سره په خپلو کې لېرې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG