لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ: پر پاکستان امریکایي ډرون بریدونه بندول زموږ کار نه دی


اسلام اباد ـــــ د پاکستان سپریم کورټ هغه درخواست رد کړی چې پکې د دې هېواد پر قبایلي سیمو د امریکایي ډرون بریدونو د بندېدو غوښتنه شوې وه.

قانونپوه بېرسټر مسرور شاه وایي، د سپریم کورټ له پرېکړې ثابتېږي چې پېښور هایکورټ له خپل حد نه بهر وتلی وو:

"د امریکې حکومت یا دفاع وزارت د پاکستان د سپریم کورټ په مځکنۍ دایرهٔ اختیار کې نه دي نو سپریم کورټ ښه فیصله کړې چې درخواست یې رد کړی".

درخواست پېښور هایکورټ ته د راجه سقلین په نوم یو تن له خوا ورکړل شوی وو، چې عدالت پکې مرکزي حکومت ته د ډرون بریدونو د بندولو امر کړی وو.

په درخواست کې دعوه شوې وه چې په ډرون بریدونو کې په پاکستان کې عامو خلکو ته زیان رسېږي. د سپریم کورټ قاضي په دې اندېښنه څرګنده کړې خو ویلي یې دي دا به په مستقل بنیادونو درېږي.

​د مشر قاضي آصف سعید کهوسه په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیز بېنچ ویلي، چې ډرون بریدونه بندول د عدالت کار نه دی او نه یې امریکې ته د درولو امر جاري کولای شي بلکې دا د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کار دی.

د امریکې ډرون الوتکو په پاکستان کې له اوږدې مودې بل برید نه دی کړی او وروستی ډرون برید د 2017م کال په دسمبر میاشت کې په کورمه کې شوې وه، چې د رپوټونو له مخې د حقاني ډلې یو قومندان پکې وژل شوی وو.

د طالبانو د پخواني مشر اخترمحمد منصور پر موټر تر ډروند برید وروسته لګېدلی اور.
د طالبانو د پخواني مشر اخترمحمد منصور پر موټر تر ډروند برید وروسته لګېدلی اور.

له 2004م کاله راهیسې چې په دې هېواد کې تر څلور سوه زیات کوم ډرون بریدونه شوي، تر 2700 زیات کسان پکې وژل شوي او 728 ژوبل شوي وو.

تر ټولو زیات ډرون بریدونه له 2008م نه تر 2013م کال پورې په باجوړ، بنو، خیبر، کورمه، مومندو، اورکزو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې شوي، چې د پاکستان طالبانو په ګډون د بهرنیو ترهګرو ډلو مهم مشران هم پکې وژل شوي دي.

په اکثرو ډرون بریدونو کې د وسلوالو پاکستاني طالبانو مشران بیت الله مسید، حکیم الله مسید، عرفان مسید، ملا شمس الله او ګڼ شمېر نور، د حقاني ډلې سراج الدین حقاني، جانباز ځدراڼ، بدالدین حقاني، مسلا سنګین ځدراڼ، حفیظ الله او ګڼ شمېر نور، د القاعده ډلې ابو یحی اللیبي، عطیه عبدالرحمن، شیخ سید مصري، الیاس کشمیري، ابو سلیمان الجزیري، خالد حبیب او د الترکستاني اسلامک ګوند مشر عبدالحق الترکستاني وژل شوي دي.

د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور هم د 2016م کال په مې میاشت کې له ایرانه د را ستنېدو په وخت د بلوچستان په نوشکي سیمه کې په موټر کې سفر کاوه، چې په امریکايي ډرون برید کې و وژل شو.

که څه هم د پاکستان حکومت له لومړۍ ډرون حملې وروسته د دې په ضد سخت احتجاج کوي او دا د خپلې خپلواکۍ ضد کار ګڼي، خو په تېرو وختونو کې د پاکستان د پوځ یو اعلی چارواکي ډرون بریدونه اغېزمن ګڼلي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG