لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفریشتې وژنه:مزاکراتو کې دعدالتي پلټنو اؤ دایس ایچ او په ضد دمقدمې درج کولو پرېکړه وشوه


اسلام اباد کې د لس کلنې پښتنې ماشومې فریشتې په وژنه دپاکستان دننه اؤ بهر دشوي سخت احتجاج نه ورسته ددغه پېښې دعدالتي پلټنو اؤ مقدمې درج کولو کې دځنډ نه دکار اخستونکي ایس ایچ او په ضد دمقدمې درج کولو پرېکړه ده.

دپښتون ژغورنې غورځنګ دمشرانو،انتظامیې اؤ پولیس چارواکو ترمینځ له بریالیو خبرو وروسته دپېښې په ضد اسلام کې پښتنو دخپل روان پرلت ختمولو اعلان کړی اؤ انتظامیې باور ورکړی چې په یوه اوونۍ کې به ددې پېښې عدالتي پلټنې کولی اؤ بشپړ رپورټ به مخې ته راوړلی شي.

د نهې یا دوشنبې په شپه د وژل شوې ماشومې فریشتې جنازه د اسلام اباد په ترامړي چوک کې شوې چې پکې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پشتین،محسن داوړ،علي وزیر اؤ په سوونو نورو پښتنو برخه اخستې اؤ وروسته فریشته خاورو ته سپارل شوې ده.

په لس کلنه فریشته د جنسې تیري اؤ دهغې د وژنې په ضد اسلام اباد کې د پښتنو لخوا د روان احتجاجي پرلت ختمولو دپاره دنهې په ماښام د مظاهره چیانو،پولیسو اؤ انتظامیې ترمینځ د دوؤ ساعتو اوږدې خبرې شوي چې پکې پولیسو اؤ انتظامیې د مظاهره چیانو ته د هغوئ د ټولو غوښتنو پوره کولو باور ورکړی.

په دغو خبرو کې په احتجاج دبوختو پښتنو استازیتوب اته کسیزې ډلې کولو چې پکې علي وزیر،محسن داوړ اؤ عصمت شاجهان هم شامل وؤ اؤ دانتظامیې لخوا خبرو کې ډپټي کمشنر حمزه شفقات،مرستیال ډپټي کمشنر وسیم خان اؤ دپولیسو ډي ایي جي وقارالدین سید برخه درلوده.

مزاکراتو کې پرېکړه شوې چې دماشومې فریشتې د بې درکه کیدلو وروسته دپولیسو په غفلت اؤ نااهلۍ به د شهزاد ټاون ټاڼې د ایس ایچ او په ضد مقدمه درج کولی شي.

انتظامیې ددې پېښې دعدالتي پلټنو امر هم کړی دی چې دهغې له مخې به مرستیال ډپټي کمشنر بلاول ابړو دکیدونکو عدالتي پلټنو مشري پغاړه لري.

پولیسو دعوه کړې ده چې دفریشتې په وژنه کې دلاس لرنې په تور یې یو تن نیولی چې د وژل شوې ماشومې نزدې خپلوان ښودل کیږي خو دهغه نوم یې نه دی ښودلی.

تر دې وړاندې هم پولیسو په دغه پېښه کې دلاس لرنې په تور د دریوؤ کستانو د نیولو دعوه کړې وه چې د دوؤ کسانو تعلق پکې د افغانستان سره دی.

دپاکستان پيپلز ګوند سنیټرې شیري رحمان اعلان کړی دی چې ګوند به یې د فریشتې د وژنې معامله پارلیمان کې راپورته کوي.

خپل یو بیان کې شیري رحمان ویلي دي چې حکومت دپولیسو نظام کې دبدلون دعوې کوي خو د وژل شوې فریشتې کورنۍ د هغې له ورکیدو وروسته تر درېوؤ ورځو د تاڼې چکرې وهلې اؤ چایې خبرې ته غوږ نه نیولو.

هغې ویلي یوازې دپېښې په نوټس اخستلو د فریشتې د وینې اؤ دهغې د کورنۍ سره انصاف نه شي کیدلی بلکې پکار ده چې په دې پېښه کې ککړ کسان دقانون منګولو ته راکش کړل شي.

دمهمند ایجنسۍ سره تعلق لرونکې لس کلنه پښتنه ماشومه فریشته په ۱۵م مئ داسلام باد د شهزاد ټاؤن سیمې نه بې درکه شوې وه چې څلور ورځې وروسته یې مړی دیو ځنګل نه ترلاسه شوی ؤ.

د وژل شوې ماشومې پلار اؤ ورور مطبوعاتو ته ویلي چې د فریشتې له ورکیدلو وروسته تر څلورو ورځو تاڼې ته دایف ایي ار درج کیدلو دپاره تلل خو پولیسو ددې پېښې مقدمه نه درج کوله اؤ چې وروسته کله دمهمندو یوې جرګې پرې زور راوړو نو په پینځمه ورځ یې مقدمه درج کړه.

په ټولنیزو رسنیو ددې پېښې رامخې ته کیدلو سره سم دپاکستان په بیلابیلو ښارونو کې دپېښې په ضد پښتنو احتجاجونه کړي وؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو هم ددې پېښې سخته غندنه روانه ده

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG