لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګلالۍ اسماعيل د نيولو دپاره پوليسو د هغې په کور چاپه وهلې


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې او فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار محمد اسماعيل ويلي، "رياستي ادارې په ګلالۍ پسې شوي دي د ترهګرۍ سره په نورو مقدمو کې يې غواړی په ارام يې نه پرېږدي دوي نه دی خبر چې هغې دومره غټ ګناه کړی دی چې ۶۰ پوليس پسې کور ته تلل".

محمد اسماعيل وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل "دومره پلټنې خو دوي خو د القاعده په وژل شوي مشر اسامه بن لادن پسې هم نه وې کړي څومره چې دوي په ګلالۍ پسې شوي دي".

هغه وايي دوي نه دي خبر چې ریاست د يوې جینۍ نه دومره په ويره کې ده.

په پلازمينه اسلام اباد کې د فعالې ګلالۍ اسماعيل په کور پوليس په داسې حال کې چاپه وهلې چې په وروستيو کې په هغې باندې په اسلام اباد کې يوه مقدمه درج کړی شوې ده.

ګلالۍ د مومندو سره تعلق لرونکې لس کلنې ماشومې فرشتې دپاره د انصاف غوښتونکې احتجاجي مظاهرې ته وېنا کړې وه او د هغې وروسته پرې د رياست پرضد د کرکې خورولو مقدمه جوړه کړی شوې وه.

د فعالې پلار محمد اسماعيل وايي پرون سهار "پوليس سهار د پيشنمي په مهال د دوي په کور ورغلي او د لټون عمليات يې کړي دي، نوموړی تور لګوي د پوځ په وېنا د ګلالۍ پرضد مقدمې درج کول کيږي".

ویل شوي ګلالۍ اسماعيل د پوليس عملياتو په مهال کور نه وه او نيول شوې نه ده.

د ګلالۍ په کور د پوليس دغه ډول عمليات غندل شوي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر ویلي، "د ګلالۍ اسماعيل په کور د پوليس ورختل رياستي ترهګري ده او دوي يې په سخته غندنه کوي د هغې قصور يواځې دا دی چې هغې د معصومې فرشتې دپاره انصاف غوښتو په داسې ډول عملياتو د حق اواز نه شی غلی کېدی".

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د ګلالۍ په کور د پوليس چاپې غندنه کړې او شرمناکه يې ورته ویلي دي.

د پوليس لخوا د دغو عملياتو په اړوند کوم رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی.

له دې وړاندې تېر کال هم ګلالۍ اسماعيل د اسلام اباد په هوايي اډه هغه وخت مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي ای نيولې چې هغه د برتانيې څخه بيرته راتله.

وروستو هغه په ضمانت خوشې کړی شوې وه.

د هغې نوم د سفري بنديزونو په فهرست اي سي اېل کې اچول شوی او هغې د دغه عمل پرضد عدالت ته خواست کړی ؤ خو مرستیال اټارنی جنرل عدالت ته ویلي د استخباراتي ادارو او د ملک مخالفه هلو ځلو په سر يې د هغې نوم په ای سي اېل کې اچولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG