شمالي وزیرستان کې دپوځ لخوا د پي ټي ایم د غړو په وژنه ټولنیزو رسنیو کې په دریمه ورځ هم دپوځ اؤ حکومت سخته غندنه روانه ده اؤ مدني فعالان ددغه پېښې د عدالتي کمیشن اؤ پارلیماني کمیټۍ دلارې دپلټنو غوښتنې کوي.
په ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالانو دعوې کړي چې په علي وزیر د نیول کیدلو وروسته پوځ سخت تشدد کړی اؤ هغه ناروغه هم دی خو پوځ ددغو دعوؤ په هکله څه نه دي ویلي.
دپېښور هائیکورټ بار مشر اؤ وتلي قانون پوهه عبداللطیف اپریدي وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي دخړ کمر پېښه کې دپوځ په ډزو درې نه بلګې ۱۳کسان وژل شوي اؤ دڅلویښتنو نه زیات نور ژوبل شوي دي خو دافسوس خبره ده چې حکومت په دې ټوله واقعه کې په نظر نه راځي.
هغه وویل که دا په رښتیا د اولس حکومت وي نو بیا څنګه د اولس په وژنه اؤ ځورونه غلی دی، باید د شمالي وزیرستان دپېښې د عدالتي پلټنو امر وکړي ترڅو حقیقتونه معلوم شي چې دغلته دبېګناه خلکو ویني چا اؤ ولې توئ کړي دي.
دپي ټي ایم دمشرانو له مخې اوړمه ورځ دشمالي وزیرستان په خړ کمر امنیتي پوسته پوځ دهغوئ په فعالینو نیغ په نیغه ډزې کړي چې پکې په په لسګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
خو پوځ بیا وایي چې د علي وزیر اؤ محسن داوړ په مشرۍ دپي ټي ایم فعالینو په امنیتي پوسته برید کړی چې پکې ۵عسکر ژوبل شوي.
له دغې پېښې وروسته پوځ دپارلیمان غړی اؤ دپي ټي ایم وتلی مشر علي وزیر نیولی دترهګرۍ ضد پولیسو ته یې سپارلی دی.
عبداللطیف اپریدي ویلي دا دحکومت ذمه واري ده چې وزیرستان کې کومه ناوړه پېښه رامخې ته شوه دهغې عدالتي پلټنې باید د هائیکورټ د یو جج په مشرۍ وکړل شي ترڅو تور اؤ سپین معلوم شي.
په ټوئټر نن په دریمه ورځ هم “په پي ټي ایم د ریاست برید “ اؤ "علي وزیر چرته دی؟" ټرینډ روان دی اؤ زیاترو خلکو لیکلي چې دعلي وزیر دنیول کیدلو وروسته پوځ په هغه ناترسه تشدد کړی دی تر دې چې یوه پښه یې هم ورماته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي علي وزیر د وړاندې نه د شوګر اؤ بلډپریشر په ناروغیو اخته دی.
په سوشل میډیا داسې ویډيوګانې هم خورې شوي چې پکې ګڼ شمیر خلک دکیدونکو ډزو نه د ځان بچ کولو په هڅه کې منډې وهي اؤ په دغو کسانو کې یو شمیر په ګولیو لګیدلي هم دي چې وینې ترې څاڅي خو په یقین سره نه شي ویل کیدلی چې دا به دخړ کمر دپېښې ویډیوز وي که نه؟
دپیپلز ګوند یو مشر فرحت الله بابر په ټوئټر لیکلي چې “دعلي وزیر په نیولو تاسو دا ګڼل چې ګنې دا د یو سیاسي ګوند یو عام مشر دی اؤ څوک به دده دپاره راپورته نه شي خو تاسو تیر وتلي یئ علي وزیر د یو تحریک بنیاد اېښودونکی مشر دی اؤ څومره چې یې تاسو جیل کې ساتئ همدومره به دځان نقصان کوئ”