لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"رامیدان ته شه"دپښتونخوا ګورنر کوڅو کې ماشومانو سره هګۍ جنګوي


دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر شاه فرمان یوځل بیا وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو د بحث موضوع جوړه شوې ده چې په یوه ویډیو کې دکلي په کوڅو کې ماشومانو سره د هګیو په جنګولو لیدل شوی.

تر دې وړاندې هم دخپلو بیلابیلو حیرانوونکو خبرو اؤ حرکت له امله په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو ګورنر شاه فرمان پسې که چا خندنی کړی دی نو ډیرو خلکو دهغه د ولسي اؤ ساده انداز ستائنه هم کړې ده

دپېښور په کلیواله سیمه بډه بیره کې پیدا شوی اؤ لویې شوی شاه فرمان په خیبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف ګوند په تیر حکومت کې د صوبایي وزیر په توګه دنده ترسره کوله خو تیرکال چې بیا دغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې واک ته ورسیدلو نو دګوند مشر اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان ښاغلی شاه فرمان دګورنر په لوړه کرسۍ کښېنولو.

هغه چې کله ګورنر شو نو په سوشل میډیا یې خلکو زاړه عکسونه خپاره کړل په کوم کې چې دچرګانو یوې پنجرې ته هغه ولاړ لیدل کیږي اؤ دعکس څخه دا تاثر راولاړیږي چې هغه د ځان دپاره په بنجره کې چرګ اخلي.

دګورنر شاه فرمان د ژوند نه خبر خلک وایي چې هغه دچرګانو جنګولو اؤ کونترو ساتلو شوق لري اؤ تر ډیرې مودې یې په کلي کې چرګان جنګولي دي.

دهغه په دغه عکس په ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه شوي وؤ ، سیاسي مخالفینو یې نیوکې کول چې دپښتونخوا ګورنري داسي سړي ته ورکړل شوه چې چرګان اؤ مړزان جنګوي اؤ دګوند پلویانو یې په دفاع کې ویل هغه نه وزارتونو اؤ منصبونو هم خپل ساده دکلیوالۍ اصل ژوند نه دی هیر کړی.

تر هغې وروسته دشاه فرمان یوه بله ویډیو په ميډیا مخې ته راغله چې” مخ په مخ” خبرو ته پکې هغه په انګریزۍ کې” ماوتهـ ټو ماوتـ “ خبرې ویلې وې ،

د انګریزۍ په دغه ناسمه جمله ویلو ګورنر شاه فرمان پسې په میډیا اؤ سوشل میډیا ښه ډیره خندا اؤ طنزونه شوي وؤ چې وروسته بیا د ټیلي ویژن په یوه ټاک شو کې هغه دخپلې دغې تیروتنې یادونه هم کړې وه اؤ ویلي یې وؤ اوس به درته بیا وویم چې” ماوتـ ټو ماوتـ”

خو بیا په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې یوې بلې ویډیو دطنز اؤ خندا سره سره ګورنر شاه فرمان ته دخلکو قهر هم راپارولی ؤ ،

په دغه ویډیو کې لیدل کیدل چې دپېښور د شوکت خانم هسپتال څخه د وزیراعظم عمران خان دلیدنې په وخت یو سپین ږیری سړی په فارسي ژبه عمران خان ته خپل فریاد کوي چې دهغه دوه بچي دکینسر په ناروغۍ داخته کیدلو له امله په دې روغتون کې پراته دي.

خو ګورنر شاه فرمان ددغه سپین ږیري د فریاد داجمله عمران خان ته په اردو ژبه داسې ژباړلې وه چې “دا سړی وایي چې دالله پاک ډیر غټ کرم دی چې ته زمونږ وزیراعظم یې “

اؤ اوس چې په ټولنیزو رسنیو دهغه کومه تازه ویډیو خپره شوې ده هغې کې شاه فرمان دیو کلي په کوڅه کې ماشومانو سره په زمکه ناست هګۍ جنګوي.

دګورنر شاه فرمان په دې ویډیو هم ځینو خلکو په هغې پسې طنزونه اؤ خنداګانې کړي اؤ ځینې وایي چې په دې کې هیڅ بده خبره نشته که هغه ماشومانو سره په زمکه کښیناستو اؤ هغوئ ته یې د خپلوۍ یا انډیوالۍ احساس ورکړو.

دمخالف ګوند مسلم لیګ نواز دپېښور یو مشر ارباب خضرحیات په فیس بک لیکلي چې دشاه فرمان ماشومانو سره دهګیو جنګولو ویډیو زړه ده اؤ هغه څه کال وړاندې دا ویډیو کتلې وه.

خو دپښتو ژبې د یو سیمه ییز ټي وي خبریال عرفان خان چې دغه ویډیو یې په فیس بک دخپل دیوال نه خپره کړې ده ، دپاسه یې ورلیکلي “دادی دخیبر پښتونخوا ملنګ ګورنر شاه فرمان صیب،څوک چې پخپله عهده ناز نه کوي،دګورنر دمنصب لرلو باوجود هم ماشومانو سره هګۍ جنګوي”

خبریال شمس مومند بیا په فیس بک لیکلي “یره دګورنر شاه فرمان دا هره خبره اخر ولې په منفي توګه اخستل کیږي،که هغه چرې دڅو بې وزله ماشومانو خوشحالولو اؤ‌ په هغوئ دپېسو ګټلو دپاره هګۍ وجنګولې اؤ خپل دخپل ماشومتوب یاد یې راتازه کړو نو په دې کې د تنقید څه دي؟”

هغه وړاندې لیکي “دا یو اولسي سړی پاتی شوی دی،هرڅو که اوس دګورنر دماڼۍ په دنګو دیوالونو اؤ پروټوکول کې بندي کړل شوی دی خو هغه” مرد حر” بیا هم ځانته څه نا څه لاره راوباسي”

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG