لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شانګله کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې


د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د پوليو پېښه مخې راغلې او دې سره پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې د پوليو ۲۳ پېښې رپوټ شوي دي.

د راپورونو ترمخه په شانګله ضلع کې نزدې دوه لسيزې وروسته د پوليو پېښه مخې ته راغلې ده.

تازه پېښه د شانګلې ضلعې د دېدل کماچ په علاقه کې رامنځته شوې کومه علاقه چې د بونېر او تور غر ضلعو سره پولې لري.

د شانګلې ضلعې د صحت د محکمې مشر محمد رياض وی او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې د ۱۸ مياشتو ماشوم پوليو وهلی دی.

د خېبرپښتونخوا د ټيکو يا ويکسينو د څانګې مشر ډاکټر محمد اکرم شاه وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي په ياده علاقه کې په تېرو شپږو مياشتو کې دوه ځله د پوليو کمپاين شوی دی.

خو د علاقې خلکو پرون د خالي، شنبې په ورځ جرګه کړې او غوښتنه یې کړې چې پلټنې دې وشي چې ماشوم پوليو ولې وهلی دی؟ د پوليو پرضد څاڅکي ورکوؤنکي ټيمونه دغه ځای ته نه دي رسېدلي يا بل څه وجه ده.

د علاقې خلکو ويلي په سيمه کې د پوليو پرضد څوک نشته بيا ولې د پوليو کېس مخې ته راغلی دی.

د پولیو پروګرام د مخنيوي د سرکاري پروګرام د شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د پوليو ۲۳ پېښې مخې ته راغلي دي.

په دغو پېښو کې لس په خېبرپښتونخوا او اووه په قبايلي ضلعو، درې په سيند او درې په پنجاب صوبه کې رپوټ شوي دي.

تېر کال په پاکستان کې د پوليو ۱۲ پېښې رپوټ شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG