د پاکستان د پوليو رنځ پرضد څاڅکو پروګرام چارواکو ويلي د هغو ميندو پلارانو پرضد به مقدمه نه شي جوړول کېدی څوک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ورکولو نه انکار کوي.
د پوليو د مخنيوي پروګرام دپاره د وزيراعظم ځانګړی وياند بابر بن عطا ویلي په شمالي وزيرستان، لکي مروت او بنو کې دغه ګام په دې موخه پورته کړی شوی چې د پولیو د څاڅکو څخه انکاري خلکو شمېرې مالومې کړی شي.
بابر بن عطا ويلي چې په دغو درېو ضلعو کې د پينځه ؤ نه د کم عمر ماشومانو شمېره نزدې پينځه لاکه ده او زياته کړې يې ده د پوليو ضد څاڅکو ټيمونو ته يې لارښوونه کړې ده چې د پوليو د څاڅکو څخه انکاريانو اندراج وکړي او په دوي د څاڅکو اخیستو دپاره فشار نه کوي.
عطا دوه ورځې وړاندې په ټويټر په ميران شاه کې د پوليو د کمېټۍ د غونډې په اړوند ويلي ؤ،
"په غونډه کې پرېکړه شوې چې د بنو په شان به دغلته (په شمالي وزيرستان) کې هم د انکاري ميندو پلارانو پرضد به کارروايي نه کيږي. ځکه اوس مقصد د دې ميندو پلارانو زړونه ګټل دي. کوم چې په زوره ممکن نه دي".
د پولیو نه انکاري ميندو پلارانو پرضد د مقدمې نه درج کولو په اړوند تازه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې نن د ګل، دوشنبې د ورځې نه د پوليو پرضد ځانګړی کمپاين پېل کړی شوی دی.
په دې کمپاين کې به په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ۱۱ لاکه نه زياتو ماشومانو، بلوچستان کې ۱۳ لاکه ۲۰ زره ماشومانو، سيند کې ۵۵ لاکه ۳۰ زره او پنجاب کې ۴۳ لاکه او ۱۰ زره ماشومانو ته د پولیو پرضد څاڅکي ورکول کيږي.
د پوليو پرضد ځانګړی تازه کمپاين به د خېبرپښتونخوا په بنو، ډېره اسماعیل خان، لکي مروت،ټانک، شمالي او جنوبي وزيرستان او ورسره په شانګله، بونېر او تورغر ضلعو کې کولی شي.
د پوليو پرضد پروګرام د شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې د پولیو ۲۴ پېښې رپوټ شوي دي.
په يادو پېښو کې ۱۱ په خېبرپښتونخوا، اووه په قبايلي ضلعو، درې په پنجاب او درې په سيند صوبو کې مخې ته راغلي دي.