لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزير عدالت ته د وړاندې کولو وروسته بيرته جېل ته لېږل شوی


علي وزير
علي وزير

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر علي وزير نن د ګل، دوشنبې په ورځ په بنو کې عدالت ته وړاندې کړل شوی او بيا بيرته د پېښور مرکزي جېل يا زندان ته لېږل شوی دی.

علي وزير په ۲۶ مې د خړکمر د پېښې په مهال نيول شوی ؤ.

د نوموړي وکیل مريد حيات وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل علي وزير نن په بنو کې عدالت ته وړاندې کړی شو خو جج يا قاضي په عدالت کې موجود نه ؤ ځکه د هغه د قضيې اورېدنه ونه او بيرته جېل ته ولېږل شو.

هغه وويل د علي وزير عدالت ته د بيا وړاندې کېدو دپاره د روانې میاشتې جون ۲۰ م نېټه ورکړل شوه.

په علي وزیر تور دی چې د مې په ۲۶ م نېټه د هغه او د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ د غړي او پي ټي اېم د بل مخکښ مشر محسن داوړ په مشرۍ ګڼو خلکو د خړ کمر په پوځي چيک پوسته برید کړی او مشکوک کسان يې خوشي کول.

د خړ کمر په پوځي چيک پوسته بيا ډزې شوې او مرګ ژوبلې پکې رامنځته شوې وې او د پي ټي اېم مشرانو د پوځ تورونه رد کړي او ويلی ؤ په پرامنه احتجاج کوونکو د پوځ لخوا نېغې ډزې شوې وې.

د يادې پېښې وروسته په علي وزير، محسن داوړ او د دوي سره په نهه کسانو د قتل، اقدام، د پوځ پرضد د خلکو راپارولو په شمول د سختو جرمونو د مادو لاندې لس مقدمې درج کړی شوې وې.

علي وزير بيا په ۲۷م مې د بنو د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی او عدالت بيا سي ټي ډي پوليس ته د اته ورځو دپاره په بدني ريمانډ ورکړی ؤ.

هغه بيا اته ورځې وروسته ياد عدالت ته وړاندې کړی شوی او سي ټي ډي بيا د هغه د بدني ریمانډ د وخت غځولو غوښتنه کړې خو عدالت هغه په جوډيشنل ریمانډ د پېښور مرکزي جېل ته لېږلی ؤ.

د علي وزير وروسته محسن داوړ بيا په ۳۰ مې خپله ګرفتاري ورکړې او عدالت هغه د لسو ورځو دپاره په بدني ريمانډ پوليس ته ورکړی او په دوېم ځل عدالت ته هغه هم د پېښور جېل ته په جوډيشل ريمانډ لېږلی او د هغه عدالت ته د وړاندې کېدو نېټه ۱۹ جون دی.

درې ورځې وړاندې ځايي مطبوعاتو خبر ورکړی چې د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر ته د پيپلز ګوند پلاوي خواست کړی چې د محسن داوړ او علي وزير پروډکشن ارډر ورکړي خو اسد قېصر د پرډکشن ارډر ورکولو څخه انکار کړی ؤ.

د قانون ترمخه په پاکستان کې که د پارلیمان کوم غړی نيول شوي وي اسپيکر اختیار لري چې پوليس يا د جېل چارواکو ته امر وکړي چې د پارلیمان غړی د اسمبلۍ غونډې ته راولي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG