لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي لیکوالې په صدر ټرمپ دجنسي ځورونې تورونه لګولي


په نیویارک کې میشت یوې لیکوالې ای جین کیرول په امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ د جنسي ځورونې تور لګولی خو صدر ټرمپ ویلي چې دغه ښځه یې پخپل ژوند چرته لیدلې نه ده اؤ تور یې پرې له دې خاطره لګولی ترڅو دهغې لیکلی کتاب زیات وپلورل شي.

کالم لیکونکې ای جین کیرول په صدر ټرمپ دجنسي ځورونې دغه تور پخپل راتلونکي کتاب هیډیئس مین کې لګولی اؤ ویلي یې دي چې صدر ټرمپ په کال ۱۹۹۵یا ۹۶م کې هغه په جنسي توګه ځورولې وه.

دغه ۷۵کلنې لیکوالې دیوې مجلې په ویب پاڼه دخپل کتاب په اړه لیکلي چې هغې په یو دوکان کې څه شیان اخستل اؤ پردغه مهال دانلډ ټرمپ هم دغه دوکان نه دچا دپاره دتحفې په توګه جامې اخستلی.

لیکواله وایي ډانلډ ټرمپ هغې ته ویلي وؤ چې د جامو په خوښولو کې باید هغه سره مرسته وکړي، او بیا یې یو رقم جامې هغې ته ورکړې چې پخپل وجود یې وګوري چې څنګه دي؟

لیکواله ای جین کیرول وایي کله چې ددغو جامو دبدلولو دپاره نزدې خونې ته ننوتله نو ښاغلی ټرمپ هم ورپسې ورغلو اؤ هغه یې د دیوال سره جوخته کړه ترڅو جنسي تیری پرې وکړي .

د ای جین کیرول له مخې هغې د جنسي ځورونې وروسته د ډانلډ ټرمپ له منګولو ځان ژغورلی ؤ خو په دغه مهال د جامو بدلولو په خونه کې هیڅوک نه وؤ اؤ نه هم هغې پولیسو ته شکایت کړی ؤ.

تر دې وړاندې چې کله په کال۲۹۱۶م کې ښاغلي ټرمپ دصدارتي ټاکنو دپاره خپل کمپائن پرمخ وړلو هغه مهال پرې هم تر ۱۲ؤ‌زیاتو میرمنو د جنسي ځورونې تورونه لګولي وؤ خو صدر ټرمپ دا ټول تورونه رد کړي‌ دي.

په ځان دلګول شوؤ تازه تورونو په هکله خپل یو بیان کې صدر ټرمپ ویلي په هغه لګول شوؤ تورونو کې هیڅ صداقت نشته اؤ نه دغه میرمن دخپلو تورونو په اړوند څه ثبوتونه لري.

هغه ویلي دغه میرمن یې په ټول عمر چرته لیدلې نه ده خو داچې اوس هغې کتاب لیکلی اؤ غواړي دغه کتاب یې په لویه کچه وپلورل شي نو په هغه یې داسې تورونه ولګول.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG