لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر په پاکستان کې د درې اربه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې


په اقتصادي ستونزو کې د ښکېل پاکستان دپاره د قطر حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې به د درې اربه ډالرو نېغ په نېغه پانګونې کوي.

د قطر سرکاري خبري ادارې د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني له قوله ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي شرکتونو حجم به نهه اربه ډالرو ته ورسي.

قطر په پاکستان کې د پانګونې دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې د قطر امير شېخ تميم بن حماد الثاني د پاکستان دوه ورځنی سفرکړی دی.

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د خزانې مشاور عبدالحفيظ شېخ د قطر د امير مننه کړې چې په پاکستان کې يې د نېغه په نېغه پانګونې دپاره درې اربه ډالره اعلان کړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د راتلو وروسته وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او چين سفرونه کړي او دغو هېوادونو هم پاکستان ته پېسې ورکړې وې.

له دغې وروسته پاکستان نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ته د پور ويلي او ايي اېم اېف ورته په درې کاله موده کې د شپږ اربه ډالرو ورکولو ويلي دي.

په داسې کې چې قطر په پاکستان کې پانګونې کوي د پاکستان مرکزي بېنک په وروستیو کې ويلي ؤ چې د ملک دننه نېغ په نېغه پانګونو کې نزدې نیم کمی راغلی دی.

او د مالي کال ۲۰۱۸ او ۱۹ کې د جولايۍ نه تر مې پورې په ۱۱ مياشتو کې پانګونې يو اعشاريه ۶۰۶ بلينه ډالرو ته راټيټې شوي دي.

او تېر کال هم په دغه موده کې دا پانګونې درې اعشاريه ۱۶۱ بلينه ډالره وې.

د مرکزي بېنک ترمخه په کال ۲۰۱۹ کې ۲۳۰ ملينه ډالره او په ۲۰۱۸ کې ۳۱۲ ملينه ډالره پانګونې شوې وې.

په دې ۱۱ مياشتو کې په پاکستان کې د چين پانګونې ۴۹۵ اعشاريه اووه ملينه راکمې شوي دي او تېر کال د چين لخوا دا پانګونې يو اعشاريه ۸۲۸ بلينه ډالره وې.

د برتانيې نه راتلونکې پانګونې ۱۷۱ ملينه ډالرو ته راکوزې شوي او تېر کال دا ۲۸۲ ملينه ډالره وې او هم دغه ډول د امریکا لخوا هم په پاکستان کې روان کال د تېر کال ۱۴۷ ملينه ډالرو په پرتله ۸۴ ملينو ډالرو ته راکمې شوې دي.

خو بل لور ته د ناروی او جاپان لخوا په پاکستان کې پانګونې زياتې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG