دپاکستان دټولټاکنو کمیشن دخیبر پښتونخوا قبائیلي سیمو کې دصوبایي اسمبلۍ دکېدونکو ټولټاکنو نه وړاندې د انتظامیې لخوا دنیول شوؤ دوؤ ازادو امیدورانو محمد عارف اؤ محمد اقبال په سمدستي توګه دخوشې کولو امر کړی.
محمد عارف اؤ محمد اقبال د پښتون ژغورنې دغورځنګ فعاله غړي دي خو دجنوبي وزیرستان څخه دصوبایي اسمبلۍ چوکیو ته یې ځانونه په ازاده توګه کاندید کړي دي .
دغه دواړه کاندیدان روانه اوونۍ انتظامیې دملکي ادارو په ضد دکرکې خورولو اؤ خلکو کې د انتشار جوړولو په تورونو نیولي اؤ زندان ته یې لیږلي وؤ چې دپاکستان دټولټاکنو کمیشن د هغوئ دنیولو دخپله انده نوټس اخستی ؤ اؤ نن د جمعې په ورځ یې د جواب ورکولو دپاره دخیبر پښتونخوا دکورنیو چارو سکتر رابللی ؤ.
دټولټاکنو دکمیشن دمشر ښاغلي سردار رضا په مشر کې د کمیشن درې کسیزې څانګې نن ددغه دوسیې اوریدنه کړې اؤ د دواړو نیول شوؤ کاندیدانو په یوه ورځ کې دننه د خوشې کولو امر یې کړی دی.
سرچینې وایي د دوسیې اوریدنې وروسته د ټولټاکنو کمیشن پخپله پرېکړه کې ویلي چې دټولټاکنو دمهال ویش اعلانیدو وروسته دیو کاندید په ضد ګامونه یوازې د ټولتاکنو دڅارنې ضلعي افسر کولی شي.
دټولټاکنو کمیشن خپله پرېکړه کې ویلي چې د انتخابي کمپائن په مهال د کاندیدانو نیونه په ټګۍ کې راځي اؤ که د یو کاندید په ضد څه ایف ایي ار وي نو اړونده ادارې باید دټولټاکنو سرته رسیدلو وروسته په هغه ایف ایيار عمل وکړي.
د زیارت په ورځ د جنوبي وزیرستان نه یو بل امیدوار عبدالوحید مسید وي او اې ډیوه ته ویلي وؤ چې په سیمه کې یې امنیتي چارواکي بې ځایه تنګوي او انتخابي مهم ته یې په ازادانه ډول نه پرېږدي.
دپاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل قبائیلي سیمو کې دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ د۱۶ؤ چوکیو دپاره ټولټاکنې په ۲۰مه جولایي کیدونکي دي اؤ د ټولټاکنو کمیشن له وړاندې امر کړی چې دا ټولټاکنې به دپوځ دڅارنې لاندې کیږي.
په پاکستان کې دحکومت مخالفو زیاترو سیاسي ګوندونو دپوځ دڅارنې لاندې قبائیلي ضلعو کې د انتخاباتو ترسره کولو سره مخالفت ښودلی اؤ وایي تیرکال چې ګرد هیواد کې دپوځ دڅارنې لاندې کومې ټولټاکنې شوې وې هغه تر اوسه دتنازعې ډکه بڼه لري.
خو حکومت بیا دپوځ دڅارنې لاندې دټولټاکنو ملاتړ کوي اؤ وایي قبائیلي ضلعو کې حالات داسې نه دي چې دپوځ له خدماتو پرته پکې ټولټاکنې ترسره شي