لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد د افغان کډوالو په پاکستان کې پاتې کېدو موده نوره يو کال غځولې


د پاکستان حکومت رجسټرډ او کارډ لرونکو افغان کډوالو ته په ملک کې د پاتې کېدو موده تر يو کال پورې غځولې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه دا وخت په پاکستان کې رجسټرډ کډوال د ۱۴ لاکه پورې دي او راپورونه وايي د دې ترڅنګ نزدې اته لاکه نورو افغان کډوالو ته په پاکستان کې د پاتې کېدو کارډونه ورکړی شوي دي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په دې هېواد کې په قانوني توګه د پاتې کېدو موده په داسې حال کې غځولې چې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان په سفر ؤ.

د افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو وروستۍ نېټه د جون ۳۰ م (سبانۍ) ورکړی شوې وه.

د پاکستان د سرحدي چارو وزارت ويلي د افغان کډوالو د پاتې کېدو د مودې غځولو پرېکړه کابينې کړې وه، او د دې ترڅنګ يې هغو افغانانو ته چې سيټيزن کارډ لري د هغو د پاتې کېدو موده هم د روان کال ۳۱ اکتوبر پورې غځولې ده.

د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېچ سي ار د پاکستان هرکلی کړی چې د کډوالو د پاتې کېدو موده يې تر يو کال غځولې ده.

د راپورونو ترمخه په افغانستان کې د بشري حقونو ډلې هم د پاکستان د فېصلې هرکلی کړی دی.

پاکستان د کلونو راهسې وايي غواړي چې افغان کډوال په خپله خوښه بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د ادارې ترمخه په دې موده کې به د کډوالو بيرته ستنېدو چې په خپله خوښه بیرته تلل غواړي، لړۍ دوام لري.

پاکستان کې زياتره افغان کډوال په خېبرپښټونخوا او بيا په بلوچستان صوبو کې اوسيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG