لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي:افغان لوبډله خو کرکټ سره پاکستان اشنا کړې ده


دکرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې نن دپاکستان اؤ افغانستان دلوبډلو ترمینځ یوه مهمه سیالي کیږي اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر له دغې سیالۍ وړاندې ویلي چې افغان لوبډلې کرکټ دپاکستان څخه ایزده کړی خو اوس هغوئ هم ډيره ښه لوبه کوي.

دکرکټ دننۍ سیالۍ کې دپاکستان اؤ افغانستان دواړو ولسونو زیاته خوښي ښودلې ده اؤ‌ په ټولنیزو رسنیو د دواړو لوبډلو پلویان دخپلو لوبډلو دبریالیتوب هېلې ښودلې دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ننۍ سیالي ډيره مهمه اؤ زړه پورې ګڼي خو ورسره سم وایي افغان لوبډله خو کرکټ سره پاکستان اشنا کړې ده

اسلام اباد کې خبریالانو سره خبرو کې شاه محمود قریشي ویلي دافغان لوبډلې لوبغاړي په پاکستان کې دکډوالو په کیمپونو کې پاتې شوي اؤ هم دلته نه یې کرکټ ایزده کړی خو اوس ښه لوبه کوي.

پاکستاني میډیا هم افغان کرکټ لوبډلې ته دپاکستان د شاګردانو اؤ خپلې لوبډلې ته دشاهین نوم ورکړی خو دپاکستان دکرکټ پخواني ستر لوبغاړي وسیم اکرم بیا ویلي چې افغان لوبه ډيره خطرناکه ده اؤ پاکستان ته به ډير په پام خپله لوبه کول وي.

ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي په دې وروستیو کې دنړیوال کپ سیالیو کې پاکستانۍ لوبډلې ښه لوبه کړې ده اؤ که د افغانستان اؤ بنګله دیش په ضد هم داسې لوبې وکړي لکه د نیوزي لینډ‌ په ضد چې یې کړې ده نو سیمي فائنل ته رسیدل به په برخه شي.

د ننۍ سيالۍ په اړوند د افغان کرکټ لوبډلې کپتان ګلبدين نایب ويلي کوشش به کوي چې د پاکستان سره ښه لوبه وکړي.

افغانستان او پاکستان د ليډز په هېډنګلی لوبغالي کې نن د خالي، شنبې په ورځ د کابل په وخت ماسپښېن په دوه بجې او د اسلام اباد په وخت ماسپښين په دوه نيمې بجې پېل کیږي.

د نړيوال کپ په روانو سياليو کې د پاکستان او افغانستان دواړو لوبډلو تراوسه پورې اووه، اووه سيالۍ کړي، پاکستان پکې درې ګټلي او درې بايللي او یوه د باران ښکاره شوې وه.

خو بل لور ته افغانستان په اووه سيالیو کې يوه هم نه ده ګټلې.

خو د رسمي سياليو نه وړاندې په تمريناتي سيالۍ کې افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د پاکستان دپاره ننۍ سيالي دومره مهمه ده چې په ګټلو سره به يې په ټورنامنټ کې مخکې ځي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG