لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هریپور:جومات کې په لس کلنه ماشومه جنسي تیری شوی


دخیبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې پولیسو په یوه لس کلنه ماشومه د جومات دننه دجنسي تیري په تور کې د دوؤ کسانو په ضد مقدمه درج کړې اؤ یو تن یې نیولی دی.

دپولیسو وینا ده چې دجنسي تیري دښکار ماشومې اقصی کورنۍ ورته شکایت کړی چې د هریپور د صنعتي سیمه حطار په یو جومات کې دغې ماشومې دقران پاک سبق ویلو اؤ یوه میاشت وړاندې پرې دجومات دملا امام په کوټه کې دوؤ کسانو وقاص اؤ قمر جنسي تیری کړی.

پولیس وایي دماشومې اقصی کورنۍ ورته پخپل شکایت کې ویلي چې دجومات ملا امام دغه ماشومه خپلې خونې یا کوټې ته دلوخو وینځلو په دپاره لیږلې وه اؤ‌ بیا په دغه کوټه کې د وقاص اؤ قمر په نوم دوؤ کسانو هغه په زور رانیولې اؤ بدکاري یې ورسره کړې وه.

پولیسو دا نه ده ښکاره کړې چې په دغه پېښه کې دجومات ملا هم لاس لري اؤ که نا خو ویلي یې دي وقاص اؤ قمر دواړه ددغه مدرسې قاریان دي.

د ماشومې دکورنۍ غړو تور لګولی چې په ماشومه اقصی له جنسي تیري وروسته قمر اؤ وقاص دغه ماشومه ویرولې وه چې که چاته یې حال وویلو نو وبه وژل شي.

دهریپور دبکوټ دپولیسو مشر یا ډي‌ ایس پي امجد خان وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې داقصی کورنۍ پخپل شکایت کې پولیسو ته ویلي چې تیره اوونۍ یو ځل بیا دغو کسانو په یاده ماشومه دجنسي تیري هڅه کړې وه خو هغې دغه حال خپل کور کې ویلی اؤ بیا یې کورنۍ پولیسو ته مراجعه کړې ده.

ډي ایس پی امجد خان وایي چې دجینۍ دکورنۍ په شکایت پولیسو د وقاص اؤ قمر نومې کسانو په ضد مقدمه درج کړې اؤ وقاص یې نیولی خو قمر تښتېدلی دی چې دهغه نیولو دپاره هم هڅې روانې دي اؤ زر به ونیول شي.

ډي ایس پي زیاته کړې ده چې د ماشومې طبي معائنې نه وروسته په راغلي ډاکتري رپورټ کې پخلی شوی چې په هغې جنسي تیری شوی دی.

پاکستان کې دماشومانو په ضد دتشدد دپېښو ثبت کولو ادارې ساحل پخپل یو راپور کې ویلي چې په کال ۲۰۱۸م کې دماشومانو پر ضد دجنسي تیري په پېښو کې۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی اؤ په ماشومانو له جنسي تیري وروسته دهغوئ د وژنو پېښې هم سیوا شوي دي.

تیره اوونۍ هم په بټګرام سیمه کې د لسم ټولګي یو محصل عاطف خان دوؤ کسانو دبدکارۍ نه په انکار کولو له غره غورځولی اؤ وژلی ؤ.

ساحل وایي پاکستان کې هره ورځ په ماشومانو دتشدد اؤ جنسي تیري عموماُ لسو پورې پېښې رامخې ته کیږي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG