د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت نړيوالې ادارې نيوکې کوي چې په مطبوعاتو يا میډيا بندېزونه لګوي، او په پاکستان کې دننه هم سياستوال او د بشري حقونو تنظيمونه هم ټکونه کوي چې پوځ او حکومت دواړه ميډيا په خپل قابو کې ساتل غواړي.
په پاکستان کې د مرکزي کابينې د دې فيصلې نه پس چې په ميډيا به د هغو سياستوالو مرکې يا خبري کانفرنس نه نشي خپرول کېدی چې ورباندې مقدمې دي يا بيا سزاشوي دي.
د يادې فېصلې نه وروسته تېره شپه يو شخصي ټېلي ويژن سره د پاکستان مسلم ليګ مشرې مريم نواز انټرويو د نشر کيدو سمدستي پس ودرول شوې وه.
د حکومت مخالفه سياسي ګوندونه تور لګوي چې حکومت رياستي ادارې د سياسي انتقام د پاره استمالوي اؤ اوس د بشري حقونو د پاره کارکونکي هم وايې چې پوځ ميډیا هم قابو کول غواړي او خبريالان ځوروي اؤ په ميډيا کنټرول د صحافيانو د وژنې نه هم خطرناک عمل دی.
د خبريالانو يو نړيوال تنظيم بې پولې صحافيان هم په پاکستان کښې په ميډيا د لګول شوو بندېزونو غندنه کړې ده او په خصوصي توګه د پاکستان مسلم لي\ مشرې مريم نواز خبري کانفرنس نشر کولو له وجې د څلورو شخصي ټېليويژن ۲۴ ساعتونو پورې بند ساتلو غندنه يې هم کړې ده.
پاکستان کې په ميډيا په زيات شوي فشار کې څوک ککړدي؟ د دې تپوس په ځواب کې د بشري حقونوکميسون يا اېچ آر سي پي يوه مشره زهره يوسف وايي چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت او پوځ په ميډيا کنتړول غواړي او دا خبره د چا نه پټه نه ده چې استخباراتي ادارې د خبريالانو په ځورولو کې لاس لري.
زهره يوسف وايي په ميډيا کنتړول د صحافيانو د وژنې نه هم زيات خطرناک عمل دی او د جمهوريت د پاره لوې خطر هم دی.
خبرياله ماروي سرمد هم وايي چې پاکستان تحريک انصاف چې کله په حکومت کې نه ؤ نو هغه وخت به يې هم د ګوند مشر عمران خان هغه خبريالانو ته په ښکاره ګواښونه کول چا چې به په دوي تنقید کولو.
ماروي سرمد وايي اوس موجوده حکومت خبريالان په ګوته کوي او بيا پرضد ي پوځ عمليات کوي او له دې امله ډېر صحافيان د هېواد نه بهر لاړل.
پاکستان کې په وروستيو کې داسې لړۍ هم پېل شوې چې که یو ژورنالسټ د مخالفه سياسي مشر سره خبرې وکړي يا يې مرکه وکړي نو پرضد يې په سوشل ميډيا کمپاين پېل کولی او بدې ردې پسې ويل کیږي.
په دغه اړوند د انټر نېټ کاروؤنکو د حقونو د پاره کار کوونکی اسامه خلجي وايي چې پاکستان تحريک انصاف ګوند د دې کار دپاره مقصد د پاره جعلي اکاونټونه لري.
په وروستيو کې په سوشل ميډيا يا ټويټر دغه شان ټرېنډ د خبريال حامد مير او عاصمه شېرازي پرضد هم ځکه پېل شوي ؤ چې حامدمير د پخواني صدر آصف علي زرداري انټريو په نه نشر اجازه نه ورکولو باندې په حکومت سخت تنقيد کړی وو.
په سوشل ميډيا د خبريالانو پرضد روان ټرينډ کښې ددوي د نيول غوښتنې هم شاملې دې او اکثرله زنانه خبريالانو پرضد سپکئ خبرې هم شوي دي.