لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي، ټولې ۴۷ شوې


پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي چې ورسره په روان کال کې د پوليو د پېښو شمېره ۴۷ ته رسېدلې ده.

پاکستان کې د پوليو پروګرام ترمخه تازه دوه پېښې د بلوچستان په سر ښار کوټه او بله د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې مخې ته راغلي دي.

د پوليو پروګرام د مخنيوي چارواکو ويلي دغو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه دي ورکړی شوي او د ماشومانو په ګوتو يې کور والو د وړاندې نه د سياهۍ نخښې کړي او د پوليو ضد څاڅکو ورکوؤنکو ټيمونه يې دهوکه کړي چې دوي ته څاڅکي ورکړی شوي دي.

پاکستان کې د پولیو تر ټولو زياتې پېښې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۱۹ ده.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو ښکار ماشومانو شمېر ۲۸ او په قبايلي ضلعو کې دا شمېره اته ده.

په بلوچستان کې د پوليو درې، په سيند او پنجاب صوبو کې دوه دوه پېښې مخې ته راغلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG