لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوې حادثې دشانګلې دمعذوره حسین علي ژوند څنګه بدل کړو؟


حادثې دانسان ژوند بدلوي،دا حادثې کله انسان له ژونده وغورځوي اؤ کله ورته د ژوند کولو حرارت،همت اؤ جرائت ورکړي.

دشانګلې د دنګو غرونو لوستی په پښو معذوره زلمی حسین علي هم یو له هاغو تنانو څخه دی چې د ژوند یوې حادثې ترې پښې اخستي خو د ژوند هنر اؤ مرام یې ورښودلی دی.

حسین علي وایي که پښې یې طاقت نه لري نو ذهن اؤ طاقتورې جذبې ورسره شته اؤ اوس خپله معذوري د نورو معذورانو اؤ بې وزله خلکو په ګټه راولي.

حسین علي چې د سکرو یا کوئلې په درنګونو کې یې مزدوري کوله د نن نه پینځه کاله مخکې په بلوچستان کې د کوئلې په یو درنګ کې په یوه چاودنه کې زخمي اؤ‌ په دواړو پښو معذوره شو.

د زلمي حسین علي ژوند یوازې دهغه د ځان دپاره نه ؤ بلکې هغه دخپلو لاسو په تڼاکو د کوئلې د درنګونو نه دخپلې کورنۍ د دومره غړو دپاره رزق راویستلو.

اؤ کله چې هغه د خپل ژوند په یو تور سحر کې د سکرو په تک تور درنګ کې دچاودنې ښکار اؤ په پښو معذوره شو نو دهغه په بې وزله مور،پلار اؤ وروڼو خویندو لکه چې یو غټ اسماني تندر راپریوتی وي ځکه چې هغوئ سره خو همدا فکر ؤ چې اوس به د حسین علي دمعذوره اؤ محتاجه ژوند پالنه کوي که د کور د نورو ماشومانو ډوډۍ اؤ نورو ضرورتونو پوره کولو پسې به سر تندی وهي؟

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې حسین علي ددغو قیامت خیزه شېبو یادؤنه په دې ټکو کوي "دایقیناً چې یو سخت وخت وؤ، زما دسترګو وړاندې خو بیخي تورتم ؤ، هیڅ نه پوهیدم چې اوس به دا پاتې ټول ژوند څنګه په کټ تیروم اؤ خپل ضرورتونه به څنګه پوره کووم؟"

خو هغه وایي تر پینځلسو ورځو په کټ د پرېوتو نه وروسته یې پرېکړه وکړه چې هغه به اوس په دې معذوره تن د ژوند بار ته اوږه ورکوي اؤ داسې به یې ورکوي چې اوس به دا ژوند یوازې دهغه نه بلکې د ډيرو انسانانو دښېګړې دپاره پکار راځي.

حسین علي وایي هغه ته دغه قیامت خیزه حادثې د پښو د معذورۍ سره،سره هغه ځوانې جذبې اؤ حوصلې هم ورکړې چې هغه پرې پخپل کور کلي اؤ‌ سیمه کې یو ناویاته مقام وموندلو.

له معذوره کیدو وروسته هغه په معذوره پښو دیو سوشل ورکر یا مدني فعال په توګه یو نوی ژوند پیل کړو.

په دې ژوند کې که هغه هرڅو دخپلو پښو پځاي په وهیل چئیر ګرځي خو وایي دهر هغه معذور اؤ شهید کور ته ځان ورسوي چې د کوئلې په درنګونو کې یې دخپل وجود قیمتي اندامونه بائیللي وي.

هغه په سیمه کې د کوئیلي په درنګونو کې دمړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو په هکله معلومات راټولوي، په ټولنیزو رسنیو اؤ دخط کتابت دلارې دا معلومات نړیوالو اؤ سیمه ییزو موسیسو سره شریکوي اؤ بیا ددغو موسیسو نه دکوئیلي درنګونو کې دمعذوره شوؤ اؤ مړو شوؤ کسانو د بې وزله کورنیو دپاره مرستې راټولوي.

نن د معذوره حسین علي په همت د ډیرو معذورانو اؤ شهیدانو د بچو دکورونو انغري ګرم دي. خو دهغه کردار یوازې ددغو کورنیو دپاره تر مرستو راټولو محدود نه دی بلکې هغه غواړي چې دکلي ټول ماشومان هم دځان په څېر تکړه اؤ لوستي انسانان جوړ کړي اؤ ددې غرض دپاره هغه هره ورځ څو میله لاره په وهیل چئیر وهي اؤ دکلي په یو شخصي سکول کې ماشومانو ته ویړیا زده کړې ورکوي.

دهغه په کوششونو د ډیرو ماشومانو د والدینو سره دخپلو بچو د روښانه سباوؤن امیدونه پیدا شوي دي اؤ هغوئ دخپلو اولادونو د ښې ورځې دپاره د حسین علي د اوږد ژوند دعاګانې غواړي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG