لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبر پښتونخوا بټګرام سیمه کې پړانګ اویا کلن سړی مات کړی دی


دغه پيېښه د بټګرام غريزې سيمې ملنګ خان ډهېرۍ کې وړمه شپه نا وخته رامنځته شوې ده.

د اويا کلن سلطان دميرمنې په وينا د نيمې شپې په مهال یې ميړه د تهجد مونځ دپاره پاڅېدلی ؤ اؤ د کوره بهر يي دنمونځ تیاری کولو چې په دغه مهال یې ديو پړانګ غړمبا واوريده.

دسلطان محمد میرمنې ډیوه ته ویلي چې کله چې هغې دپړانګ دغړمبا غږ واوریدو نو دکوره بهر شوه خو کله چې دکوره بهر وتله نو بیا یې ميړه مړ شوی او په زمکه پروت ؤ.

هغه وایي وروستو ددې په چغو دچم ګاونډ نور خلک راغونډ شول او چې کله يې سلطان محمد وکتلو نو مخ او وجود څخه یې پړانګ غوښې خوړلې وې.

تر دې پېښې وړاندې سږکال دجولایي په میاشت کې په ایبټ اباد سیمه کې ځائ خلکو هغه خونړۍ پړانګ په یو کور د حملې کولو په مهال وژلی ؤ چې په دې وروستیو کلونو کې یې تر۱۴ؤ پورې ښځې اؤ ماشومان مات کړي وؤ.

سږکال هم د اپریل په میاشت کې د ایبټ اباد په تاجوال سیمه کې یو پړانګ ژور ګړنګ ته غورځېدلی ؤ چې ملا یې ماته شوې وه اؤ بیا په ژوبل حالت کې له دغه ګړنګ څخه ویستل شوی ؤ.

دبټګرام هغه غرئیزه سیمه چې پړانګ پکې سړی مات کړی دی
دبټګرام هغه غرئیزه سیمه چې پړانګ پکې سړی مات کړی دی

د بټګرام پخواني ځايي ناظم کامران فياض خان ډيوه نيوز ته ويلي،له دې وړاندې هم سیمه کې د پړانګ له خوا دانسانانو او ځناورو د داړلو پيښې ليدې شوي دي خو اوس له دې پيښې وروسته سیمه کې ویره ترهه نوره هم زياته شوې.

هغه وویل حکومت له پکار ده چې دانساني ابادۍ دحفاظت په خاطر ګامونه واخلي. کامران فياض وویل د ځنګلي ژوند دحفاظت د ادارې له ویرې ځايي خلق نه شي کولی چې دغه پړانګان ووژني ،ځکه چې دا پړانګان وژل جرم دی او بيا په داسې کولو حکومت سزا ورکوي ۔

د خيبر پښتونخوا د ځنګلي ژوند د حفاظت د ادارې چيف کنزرويټر ډاکټر محسن فاروق ډيوه نيوز سره خبرو کې وويل،له دې پيښو دا ثابتیږي چې په دغه غرونو کې د ګلدار چيتا يا پړانګانو شميره زياته شوې ده.

دهغه په وينا دګلدار پړانګ نسل چې د خطر سره مخ ؤ او ددې نسل د ساتنې او زياتولو دپاره د ګلياتو په غرونو کې ځايي جوړ شوې وو ،خو ددغه ګلدار پړانګ ېوازې ګلياتو کې ٦٠ جوړې يعنې ١٢٠ نر او ماده ته شميره رسيدلې ده.

ډاکټر محسن فاروق وويل،پړانګ خپل قدرتي داستوګنې ځايونه لري چې دغه په غرونو او دنګو ځايونو کې وي خو اوس انساني ابادي هم دومره زياته شوې چه د وسيدو دپاره دغه غرونو کې ودانۍ کوي هم دا وجه ده چې دپړانګ له خوا انساني ابادۍ ته دزيانونو رسیدلو پېښې رامنځته کیږي.

ماهران وايي ،يو خوا چې انساني ابادۍ دپاره پړانګ خطر جوړشوی نو بل لوري ته دانسانانو ابادي دغه غرونو ته رسيدل د ځنګلي ژوند په هکله د قدرت دټاکلو اصولو پرضد او د دغه انسانانو او د ځنګل دځناورو تر منځه د جګرې سبب جوړ شوی.

دځنګلي ژوند د ژغورنې د ادارې مامورین وایي په دغه غريزو سيمو کې د پړانګ دوه قسمونه موندل کيږي چې يو ګلدار پړانګ او بل برفاني يا واورين پړانګ دی.

د ځنګلي ژوند د محکمې تر مخه د پړانګ د نسل شميره معلومول داندازې په اساس وي او ګلياتو نه تر شمالي سيمو غځېدلې دغرونو لړۍ کې په مجموعي توګه د ١٠٠٠ نه هم زيات شميره کې پړانګان موجود دي

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG