لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرویز مشرف وایي دهغه په ضد دمحکمې پرېکړه کې دقانون سرلوړۍ ته پام نه دی شوی


دپاکستان پوځي پخواني واکمن جنرال ریټائرډ پرویر مشرف ویلي دهغه په ضد قضیې اوریدنه ضروري نه وه اؤ دا قضیه څو تنانو دهغه په ضد دشخصي نالګۍ په اساس جوړه کړې ده.

په ۱۷م دسمبر دپاکستان یوې ځانګړې محکمې دهیواد دپوځ پخواني سرلښکر اؤ پخواني صدر جنرال پرویز مشرف ته ائین سره دغدارۍ کولو په جرم کې دمرګ سزا اورولې اؤ دمحکمې په پرېکړه کې راغلي که ددغه سزا نه مخکې هغه مړ شو نو مړی یې باید داسلام اباد په ډي چوک کې تر درېوؤ ورځو راځوړند کړل شي.

جنرال مشرف دمحکمې په دې پرېکړه خپل خپل غبرګون په یو ویډيو بیان کې ښودلی اؤ ویلي یې دي دداسې پرېکړې بېلګه هیچرته نه موندل کیږي چې پکې چاته د ځان سپینولو موقعه نه وي اؤ نه یې وکیل ته اجازه وي چې په دفاع کې خبره وکړل شي.

د زیارت په ورځ محکمې مخې ته راوړې پخپله تفیصلي پرېکړه کې ویلي چې پرویز مشرف پرله پسې په دې قضیه کې دځنډ حربې کارولي، پشا تللی اؤ دحقیقتونو نه د ځان ژغورلو هڅه اؤ ضد یې کړی دی.

پخپل بیان کې دهیواد پخواني پوځي واکمن ویلي” ماخو تر دې حده ویلي وؤ چې که کوم ځانګړی کمیشن وي نو چمتو دی چې ددغه کمیشن مخې ته خپل بیان ورکړي،هغه دې دلته(دوبۍ ته) راشي اؤ زما بیان دې واخلي خو زما خبره له پامه وغورځول شوه”

هغه ویلي دې پرېکړ ته په شکمن نظر ځکه ګوري چې دپیل نه تر اوسه پکې دقانون دبالادستۍ خیال نه دی ساتل شوی.

دپاکستان په تاریخ کې دا وړومبی ځل دی چې محکمې د حکومت دتختې نسکورولو اؤ ائین سره دغدارۍ کولو په جرم کې دپوځ یو پخواني سرلښکر ته دمرګ سزا اورولې ده اؤ هم یې دپوځ دموجوده مشر دماموریت درې کاله دغځولو مخه نیولې ده.

دپاکستان پوځ خپل پخواني مشر جنرال پرویز مشرف ته دمحکمې لخوا ائین سره دغدارۍ په جرم کې دمرګ په سزا اورول کیدو د غصې اؤ خفګان څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي پرویز مشرف دهیواد ددفاع دپاره جنګونه کړي هغه غدار نه شي کیدای.

په پرویز مشرف قضیه کله اؤ ولې پیل شوه؟

پرویز مشرف په ۱۲م اکتوبر کال ۱۹۹۹ کې دپوځ دسرلښکر په توګه دهغه وخت د وزیراعظم نوازشریف د حکومت تخته نسکوره کړه اؤ هیواد کې یې پوځي قانون پځائ کړو.

په کال ۲۰۰۱م کې یې په ۲۰م جون هیواد کې صدارتي ریفرنډم کړی ؤ اؤ له دغې لارې یې ځان دهیواد صدر غوره کړی ؤ.

په دریم نومبر کال ۲۰۰۷م کې پرویز مشرف په هیواد کې بیړنی وضعیت پځائ کړی،ائین یې ځنډولی اؤ په میډیا یې یو شمیر قدغنونه لګولي وؤ

۲۰۱۳م کې دهغه وخت وزیراعظم نوازشریف په نوازشریف ائین سره دغدارۍ په تور دمقدمې جوړولو اعلان کړی ؤ اؤ وروسته بیا دهغه په ضد مقدمه جوړه کړل شوه

وروسته چې کله پاکستان کې د تحریک انصاف حکومت جوړ شو نو سږکال په ۲۳م اکتوبر حکومت دهغه په ضد جوړه شوې د سرکاري وکیلانو ډله یې ختمه کړه اؤ ځانګړې محکمې پریکړه وکړه چې په ۲۸م نومبر به دپرویز مشرف په ضد خپله پرېکړه اوروي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزارت اؤ د پرویز مشرف ددغه پرېکړې دایسارولو دپاره د اسلام اباد هائیکورټ دروازه ووهله اؤ اؤ په ۲۷م نومبر اسلام اباد هائیکورټ ځانکړې محکمه د پرویز مشرف په اړوند دپرېکړې اورولو څخه منعې کړه.

خو ځانګړې محکمې په ۱۷م دسمبر خپله پرېکړه واروله اؤ پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف یې دمرګ په سزا محکوم کړو

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG