لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منظور پښتین او عالمزېب مسید ملاقاتي: جېل کې یې راته ویل د دهشتګردو ملاقات د جمعې په ورځ‌ وي


واشنګټن ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین وکیل او د عالمزېب مسید پلار تور پورې کړی، چې دوی په ډېره اسماعیل خان جېل کې په ډېرو تنګو کوټو کې ساتل شوي او څوک ورسره لیدو ته هم نه پرېښول کېږي خو د جېل چارواکي دا بېځایه تورونه ګڼي.

د منظور پښتین وکیل شهاب خټک او د عالمزېب مسید پلار ببرک مسید وایي، دوی دواړه د زندان په هغو تنګو کوټو کې ساتل شوي چې ترهګر پکې ساتل کېږي. ببرک مسید له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل:

"پرون [د نهې- سه شنبې په ورځ] زه ورغلی وم خو ماته یې ملاقات را نه کړ، راته ویل یې چې د دهشتګردو ملاقات د جمعې په ورځ‌ وي، ما ورته وویل چې ولې دوی دهشتګرد دي؟ هغه وویل چې پته نه لګي خو موږ ته یې داسې هدایات راکړي‌".

په ډېره اسماعیل خان کې د بندي منظور پښتین، عالمزېب مسید او شاهد شېراني وکیل سید اختر وایي، دا له بشري حقونو سرغړونه ده چې د خپلې کورنۍ غړي ورسره لیدو ته نه پرېښوول کېږي. وایي عدالت به خواست کوي چې په زندان کې له دوی سره د کېدونکي چلند جاج واخلي:

"یو سړی چې په ژوند یې نه وسله ګرځولې او نه د وسلې ایف ای آر ورباندې شوی دی، د بنیادي انساني حقونو خبره کوي، دا خو له واکه ناجایزه ګټه اخیستل دي".

منظور پښتین د جنورۍ په ۲۷مه د پېښور پولیسو د هغه په ضد په ډېره اسماعیل خان تاڼه کې د درج شوي ایف ای آر په بنیاد نیولی وو او پر هغه تور لګېدلی چې په ډېره اسماعیل خان کې یې څه موده مخکې په یوه غونډه کې د وینا په مهال د پاکستان د آیین له منلو انکار کړی وو، خو وي او اې ډیوه ته په رسېدلې هغه وینا کې منظور پښتین ویلي:

"چې کوم ستا [پښتون] معدنیات دي په هغه باندې یې په 1973م کې په آیین کې قانون جوړ کړی دی چې دا به زموږ وي، دا بِل موږ بېخي منو نه. دا مکمل آیین سهي نه دی، د انساني حقونو او قومونو د برابرۍ په بنیاد نه دی، د اقلیت او اکثریت په بنیاد دی، نو په دې [آیین] کې دې دا غلطۍ په هر حال کې وباسي".

د منظور پښتین وکیل شهاب خټک د جنورۍ په ۴مه مشال رېډیو ته ویلي وو، چې مؤکل ته یې د سیاسي قیدي‌ په توګه د کتاب او ورځپاڼې لوستل ازادي نه ورکول کېږي چې وایي دا خبره به په عدالت کې را پورته کوي:

"له منظور پښتین سره هېڅوک ملاقات ته نه پرېږدي. په داسې ځای کې يې ساتلی دی چې ډېر تنګ دی. داسې ځای د ترهګرۍ او نورو سنګينو جرمونو په تور نيول شویو خلکو لپاره وي. دا کار په ډېرو حوالو غلط دی. د پاکستان جېلونو اصول د دې اجازه نه ورکوي ځکه چې منظور پښتین ته تر اوسه عدالت سزا نه ده اورولې.''

خو د ډېره اسماعیل خان د مرکزي زندان چارواکي دا تورونه ردوي او وایي چې نه هغه په تنګه کوټه کې ساتل شوی او نه ورسره خپل خپلوان له لیدو منع کړل شوي دي. د دې زندان مشر بنیامین میاخېل وي او اې ډیوه ته وویل، له هر بندي سره د لیدو ځانګړې ورځ ټاکل شوې ځکه یې له دوی [منظور، عالمزېب] سره د لیدو لپاره د جمع ورځ ټاکلې ده. ښاغلي بنیامین دا تورونه رد کړل چې ګواکې دوی د ترهګرو په توګه ساتل کېږي:

"دا د جېل د سپرنټنډنټ اختیار وي چې کوم قیدي ته د ملاقات لپاره کومه ورځ ټاکي، له هر قیدي سره شپږ کسان لیدای شي، خور، ورور، عزیز، ملګری او که دوست یې وي ملاقات ته راتلای شي، منظور پرون هم له ما سره ناست وي ټیک ټاک دی".

عالمزېب مسید د فرورۍ په دویمه د شپې ناوخته پولیسو په ډېره اسماعیل خان کې له خپل کوره نیولی او په بله ورځ‌ یې عدالت ته وړاندې کړی وو، چې عدالت بیا د ۱۵ ورځو په عدالتي ریمانډ جېل ته واستاوه. پر ده د جنورۍ په اتمه په ډېره اسماعیل خان کې مقدمه درج شوې وه، چې پکې پر هغه امن ته د خطر، له هېواد او آیین سره د غدارۍ او په ټولنه کې د انتشار خپرولو تورونه لګېدلي دي.

د ډېره اسماعیل خان په سېشن کورټ عدالت کې د نهې- سه شنبې په ورځ‌ په ضمانت د منظور پښتین، عالمزېب مسید او شاهد شېراني د خوشي کولو لپاره د درخواست اورېدنه ټاکل شوې وه خو د وکیلانو د کاربندیز له امله دا اورېدنه د فرورۍ ۷مې ته وځنډیدله.

د منظور پښتین د نیول کېدو په ضد له تېرې اوونۍ راهیسې د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې لویې او وړې احتجاجي مظاهرې شوې دي، چې پر هغه لګېدلي تورونه پکې بېځایه ګڼل شوي او د خوشي کېدو غوښتنه یې شوې ده. د بشري حقونو نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل هم د منظور پښتین نیول غندلي او له پاکستاني چارواکو یې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بریګېډیر اعجاز شاه پخپله وروستۍ مرکه کې د منظور پښتین د نیول کېدو جواز وړاندې کړی او ویلي یې دي چې څوک په هېواد کې قانون ماتوي هغه به نیول کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG