لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي وګړي د کوهستان په ځنګل کې مارخور ښکار کړی


امريکايي وګړي ماييکل کرپيټينو د خېبرپښتونخوا د کوهستان ضلعې په کيګاه غره کې د نايابه ځنګلي ماخور ښکار کړی دی.

ماييکل د ښکار جايزې يا هنټنګ ټرافي د پروګرام د لاندې د مارخور د ښکار دپاره اجازت نامه د خېبر پښتونخوا حکومت څخه په ١١٧،٢٥٠ امريکايي ډالرواخستې وه. چې دا خواوشا يو کروړ او اتيا لاکه روپۍ جوړيږي.

مارخور چې نسل يي د خطر سره مخ دی د ځنګلي ځناورو په نوملړ کې شامل کړی شوی او په خېبر پښتونخوا کې هر کال د دغه ښکار جايزې پروګرام د لارې څلور اجازت نامو دپاره بولي کيږي.

په دغو کې د درې مارخورو ښکار په چترال او د يو ښکار د کوهستان په کيګاه سيمه کې کيږي.

د خېبر پښتونخواه د ځنګلي ژوند د څارنې ادارې صوبايي مشر ډاکټر محسن فاروق وي اوای ډيوه ته وويل ، سږني کال د دغه پروګرام د اجازت نامو د لارې تر ټولو کلونو زيات ګټه ترلاسه کړې ده.

ډاکټر محسن زياته کړه ترلاسه شوې مالي ګټې ۸۰ فيصده د ځايي اوسېدونکو د خېر ښيګرې او پرمختيايي کارونو دپاره ورکول کیږي.

امريکايي ښکار کوونکي چه کوم مارخور په نخښه کړی د ده عمر نهه کاله او ښکرې يې تر ټولو اوږدې ٤٤ انچه ښودلی شوي چې دا يوځانګړی اعزاز ګڼل کيږي.

ماييکل د ښکاردکاميابۍ وروسته د ويشتلې شوي مارخور د اوږدو ښکرو سره خپل عکسونه هم جوړکړي او په کيګاه سيمه کې د ده په درناوي کې د ځايي اوسيدونکو له خوا ورته غونډه جوړه شوې چه ماييکل ته يي داد ورکړی دی.

ماييکل ويلي،"نن زه ډېرخوشحاله يم چه خپل ښکار مو په کاميابۍ سره په نخښه کړو"، هغه وويل دغه ډير يو خوندور سفر وو او په پاکستان کې د جنوب نه روان شوی سفر يي په شمالي برخه کې د دغه کاميابۍ سره سرته شو.

هغه وويل ځايي خلقوورته ډيره درنه ميلمستيا ورکړې چه د هېرولو نه ده.

د ويشتلي شوي مارخور ښکرې چې په ډېر هنر سره بيلې کړی شوي دغه د اعزاز په توګه ښکار کوونکي د ځان سره وړي دي.

د خېبر پښتونخواه ځنګلي ژوند د څارنې د ادارې تر مخه د مارخور نسل يي د کلونوخوندي ساتلی او په چترال کې يې شمېره تر ٥٥٠٠ او کوهستان کې تر ١٠٠٠ رسيدلې ده.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG