لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا:یو شواروز کې په کرونا وایرس ۳۲کسان مړه شوي


دخیبر پښتونخوا دصحت دمحکمې لخوا د ګل په ورځ مطبوعاتو ته دښودل شوؤ شمیرو له مخې په یو شواروز کې په ګرده صوبه کې د کرونا وایرس ۴۵۹ نوې پېښې ثبت شوي اؤ دا مهال په صوبه کې د کرونا د ثبت شوؤ پېښو شمیره ۱۸۴۷۲ؤ ته رسېدلې ده.

خیبر پښتونخوا صوبه کې دیو شواروز دننه د کرونا وایرس دلاسه ۳۲نور کسان مړه شوي چې دې سره صوبه کې د کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۷۰۷ ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا دصحت دمحکمې لخوا د ګل په ورځ مطبوعاتو ته دښودل شوؤ شمیرو له مخې په یو شواروز کې په ګرده صوبه کې د کرونا وایرس ۴۵۹ نوې پېښې ثبت شوي اؤ دا مهال په صوبه کې د کرونا د ثبت شوؤ پېښو شمیره ۱۸۴۷۲ؤ ته رسېدلې ده.

دصحت محکمه وایي تر اوسه په دې صوبه کې ۴۶۹۲ کسان له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي هم دي.

پاکستان کې چې دکله نه کرونا وایرس خور شوی نو په یوه ورځ د۳۲کسانو مړینې تر ټولو ستره شمیره ده چې په خیبر پښتونخوا کې رامنځته شوې ده.

د کرونا وایرس دخوریدو دبهیر چټک کیدو سره سم صوبایي حکومت دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې یو ځل بیا په لاندې کچه د لاک ډاؤن پځائ کولو پرېکړه کړې ده اؤ د وزیراعلي محمود خان په مشرۍ ترسره شوې دلوړې کچې یوه غونډه کې په ولس غږ شوی دی چې باید احتیاطي تدابیر خپل کړي.

د وزیراعلي د اطلاعاتو ځانګړي معاون اجمل وزیر مطبوعاتو ته ویلي چې هغه ټولو په نخښه کړل شوؤ سیمو کې به د ټيټې کچې لاک ډاؤن پځائ کیږي چرته کرونا وایرس په بېړې سره خوریږي.

په عین حال کې دپاکستان دکنټرول اؤ عملیاتو مرکز (این سي او سي) دهیواد شل ستر ښارونه دکرونا وایرس دخوریدو ستر ښارونه معرفي کړي دي اؤ دهغې په بشپړ ډول د تړلو پرېکړه یې کړې ده .

په دغو ښارونو کې پېښور،مردان،سوات،ملاکنډ،کوټه،لاهور،کراچۍ،پینډۍ،اسلام اباد،فیصل اباد،کجرانواله،حیدر اباد،سکهر،سیالکوټ،ګجرات،ګهوټکي،لاړکانه اؤ ځېنې نور شامل دي.

پاکستان کې دا مهال دکرونا وایرس ۱۴۸۶۱۷پېښې ثبت شوي اؤ ۲۸۳۴کسان له دې وایرسه مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG