لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:دڅلورو کسانو مړي له باراني اوبو راویستل شوي،درې کسان دبجلۍ په کرنټ مړه


دپاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د څلورو نورو کسانو مړي دباراني اوبو څخه راویستل شوي اؤ‌ درې کسان دبجلۍ دکرنټ له امله مړه شوي چې دې سره د درېوؤ ورځو په مهال په دغه ښار کې دبارانونو له امله دمړو شمیره ۳۵نه اوښتې ده.

پاکستاني رسنیو د شنبې په ورځ هم ویلي وؤ چې کراچۍ کې د سختو بارانونو له امله یو شمیر خلک په اوبو کې لاهو شوي اؤ دجمعې په ورځ د لسو کسانو مړي دبیلابیلو خوړونو اؤ نالیو څخه راویستل شوي وؤ.

اوړمه ورځ دسندهـ ایالت لمړي وزیر سید مراد علي شاه ویلي وؤ اوسنیو بارانونو کراچۍ ښار زیان زیانمن کړی اؤ دکال ۱۹۳۱ اؤ ۱۹۷۷ دسختو بارانونو راپدیخوا په وړومبي ځل کراچۍ کې دومره زیات ورښتونه شوي دي.

هغه ویلي وؤ په دې بارانونو کې دبیلابیلو پېښو له امله د ټول سندهـ دننه ۸۰ کسان مړه شوي چې ۴۷ پکې دکراچۍ سره تړاؤ لري.

پاکستاني رسنۍ وایي دکراچۍ په محمود اباد منظور کالونۍ ناله یا خوړ کې دجمعې په ورځ دوه سکه زلمي وروڼه لاهو شوي وؤ چې هغوئ څخه د۲۱کلن تیمور مړی د جمعې په ورځ مرستندویه فعالینو راویستی ؤ اؤ د ۲۵کلن بلال مړی یې دخالي په ورځ راویستی دی.

همدا شان په کورنکۍ تیر شوي دملیر خوړ څخه هم مرستندویه فعالینو تیره ورځ دیوې میرمنې اؤ یو سړي مړي راویستلي دي.

د مواچهـ ګوټ مشرف کالونۍ ترڅنګ یو تالاؤ څخه د۱۶کلن هلک اوبو کې ډوب مړی راویستل شوی اؤ په اورنکۍ ټاؤن کې ۴۰کلن سړی عشر دبجلۍ دکرنټ له امله مړ شوی دی.

په شاه فیصل کالونۍ کلا کوټ سیمو کې هم دوه کسان بجلۍ نیولي ا‌ؤ مړه شوي دي.

د موسمیاتو محکمې امکان ښودلی چې نن دخالي په ورځ یو ځل بیا کراچۍ کې تیز باران کیدی شي اؤ د دوشنبې د ورځې نه دپشکال بارانونو کې د نور شدت احتمال هم شته.

دجمعې د ورځې دباران له امله دهیواد ټول ستر د اوبو بندونه دخپل ګنجائش تر بریده ډک شوي دي اؤ په څو سیندونو کې اوس هم د سترې کچې سیلابونه بهیږي.

دپاکستان د اوبو اؤ برېښنا اداره واپدا اؤ دسیلابونو دپاره مرکزي کمیشن وایي په تربیله اؤ منګله بندونو کې دخپل ګنجائشس ۱۵۰۰ اؤ ۱۲۴۲ فټه پورې پورې اوبه ختلې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG