لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ناقانونه ډلو د 280 مشرانو غوښتنې څېړي چې خپل بند بېنکي اکاونټونه پرانیستل غواړي


اسلام اباد ــــ په پاکستان کې د ناقانونه ګڼل شوو ډلو جماعت الدعوه او جیش محمد تر 900 د زیاتو جایدادونو تړلو پس اوس حکومت د داسې تنظیمونو د 280 مشرانو پر درخواستونو غور کوي چې پکې دوی غوښتنه کړې ده د میاشتني خرچ دپاره د ځانګړي رقم اجازه دې ورکړل شي ځکه چې وایي پر دوی د بندیز له وجې یې د بېنک اکاونټونه هم بند شوي دي.

د پاکستان حکومت داسې کسانو ته- چې اکاونټونه یې بند شوي- په دغو اکاونټونو کې د موجود رقم د استعمالولو اختیار لري خو د دغو ناقانونه تنظیمونو په مشرانو کې پر ځینو ملګرو ملتونو هم بندیز لګولی دی، لکه د ممبۍ په ترهګر برید کې تورن حافظ سعید. د پاکستان حکومت د داسې کسانو درخواستونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لېږلي وو او هلته له منظورۍ پس ددغو تنظیمونو مشرانو ته د رقم د استعمال اجازه ورکړل شوې ده.

رپوټونه وایي د جماعت الدعوه پینځو مشرانو ته- چې د تنظیم مشر حافظ سعید هم پکې شامل دی- د میاشتې د خرچ دپاره د تړل شوو بېنکي اکاونټونو نه د رقم د استعمال اجازه د سږ کال په جولای میاشت کې ورکړل شوې وه او پر داسې نورو درخواستونو باندې حکومت غور کوي.

حافظ سعید ته د میاشتې د 2,45000 روپیو د ویستلو اجازه ورکړل شوې ده، په دې رقم کې 95000 د دوی د پېنشن هم شاملې دي.

حافظ سعید په یو وخت کې په سرکاري کالج کې پروفیسر هم پاتې شوی وو او دا 90000 ورته د حکومت له خوا د پېنشن په لړ کې ملاوېږي.

په دغو درخواستونو کې د ناقانونه تنظیمونو اکثر غړو د میاشتې د یو لک نه واخله تر درو لکو پورې د رقم ویستلو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان حکومت پر 88 توندروه فکر لرونکو تنظیمونو باندې بندیز لګولی دی او ددغو تنظیمونو په تقریباً سلو مهم مشرانو باندې هم یو شمېر بندیزونه دي چې یو پکې د دوی د بېنکي اکاونټونه تړل هم دي.

څېړنکار او یو پخوانی جرنېل طلعت مسعود وایي، په دغو تنظیمونو څو واره دغه شان بندیزونه لګېدلي دي خو وروسته به بیا دوی په نوي نوم کار پیل کړ، نو اوس هم ډېر امکان دا دی چې دې تنظیمونو له وړاندې نه د خپلو بېنکي اکاونټونو نه رقم بل چاته منتقل کړی وي.

طلعت مسعود وایي د دغه شان تنظیمونو د وجود او فکر ختمولو دپاره پاکستان ته ډېر کوټلي ګامونه اخیستل پکار دي او دا به د پاکستان دپاره یو لوی چېلنج وي.

پاکستان په نیزدې ورځو کې د ناقانونه شوو جماعت الدعوه او جیش محمد ډلو 964 جایدادونه- چې زیاتره په پنجاب کې دي- تړلي دي، په دغو جایدادونو کې د یادو تنظیمونو مدرسې، دفترونه، سکولونه، جماعتونه، ډسپنسرۍ او پلاټونه شامل دي. ددغو جایدادونو له تړلو پس دا تنظیمونه نه خو هغه استمالولای شي او نه یې خرڅولای شي.

پاکستان یوې خواته د ناقانونه ګڼل شوو جماعتونو په ضد د سختو ګامونو اخیستلو دعوه کوي خوا ته په نیزدې ورځو کې په کراچې او اسلام آباد کې د "ناموسِ صحابه" په نامه جلوسونو کې د کالعدم تنظیمونو مشرانو نه یواځې ګډون کړی بلکې د نورو مسلکونو خصوصاً د شیعه مسلمانانو په ضد یې له کرکې ډک تقریرونه هم کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG