لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګلالۍ اسماعیل مور و پلار په دوو چاودنو کې د مرستې په تازه مقدمه کې تورن شوي چې هغوی رد کړي


واشنګټن ــــ د پېښور ترهګرۍ ضد عدالت په تېره جولای میاشت کې د ګلالۍ اسماعیل مور و پلار له دې کبله بري کړي‌ وو چې پر هغوی یې له ترهګرو سره د مرستې ثبوت نه وو موندلی، خو اوس بیا همدې عدالت پر دوی له ترهګرو سره په دوو بمي چاودنو کې د مرستې تور لګولی دی.

په امریکا کې مېشتې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالې ګلالۍ اسماعیل د خپل مور و پلار په ضد د نوې درج شوې مقدمه په اړه په لومړي غبرګون کې پر ټویټر لیکلي:

"د پاکستان امنیتي او ریاستي ادارې لکه د ترهګرۍ ضد اداره او ایف ای اې ډېرې زیاتې په جعلکارۍ اخته دي او دوی پخپله د ترهګرو سازمانونو ملګري دي، دوی وروسته له هغه- چې عدالت موږ بري کړو- له خپلو ترهګرو متحدینو زما او زما د مور و پلار په ضد جعلي بیانونه واخیستل".

د ترهګرۍ ضد عدالت د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ګلالۍ اسماعیل د مور و پلار په ضد په نوې درج کړې مقدمه کې تور پورې کړی چې هغوی په 2013م کال کې د پېښور پر آل سېنټ کلیسا او په 2015م کال کې د شیعه ګانو پر امام بارګاه د ترهګرۍ په بریدونو کې لاس درلود.

د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر محمد اسماعیل د جمعې په ورځ د وي او اې ډیوه له خبریال مدثر شاه سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړي او تور پورې کوي چې حکومت داسې کسان پیدا کړي چې پر ده او مېرمنې یې "ترهګرو" ته د وسلو ورکولو دعوه کوي:

"[دې کس] دعوه یې کړې چې زه په دره کې وسله خرڅوم او ما په اسماعیل او ګلالۍ باندې 9- ایم ایم تماچه خرڅه کړه دغه تماچه بیا په ترهګرۍ کې استعمال شوې وه، یو بل کس بیا ویلي چې زه د چارسدې یم ما دا ګاډی په بارګېن کې په ګلالۍ او اسماعیل خرڅ کړ او دوی په ځانمرګي برید کې استعمال کړ".

د 2013م کال په ستمبر میاشت کې د پېښور پر آل سېنټ کلیسا په غبرګو ځانمرګو بریدونو کې تر 80 زیات کسان وژل شوي او شاوخوا یونیم سل ژوبل شوي وو، چې پاکستاني طالبانو پکې لاس لرل رد کړي وو، خو جندولا وسلوالې ډلې یې ذمه واري منلې وه. همداسې د 2015م کال په فرورۍ کې د پېښور په حیات اباد کې پر یوه امام بارګاه په برید کې 20 تنه وژل شوي وو او شاوخوا څلوېښت کسان پکې ټپیان شوي‌ وو، چې ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

د پروفیسر اسماعیل په دې مقدمه کې د هغه وکیل محمد الهي وایي، حکومت ته به د پخوانیو تورونو غوندې دا ځل هم د دغو تورونو ثابتول ګران کار وي:

"د داسې د خندا وړ تورونه دي چې ثابتول خو یې ناممکنه ده،‌ خو ښکاري داسې چې حکومت یا ریاست دا تهیه کړې ده چې خامخا به دوی د داسې بې بنیاده الزاماتو په مقدمو کې مشغول ساتي".

د ګلالۍ اسماعیل پر مور و پلار د نویو تورونو په ضد پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمې خلکو، خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو غندنه کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان اېمنیسټي انټرنېشنل هم پر هغوی د ترهګرۍ د تازه تورونو په ضد په یوه ټویټ کې غبرګون څرګند کړی دی:

"پاکستاني چارواکي ضرور باید د ګلالۍ اسماعیل د مور و پلار په ضد د ترهګرۍ بې ځایه تورونه واخلي او د هغوی په ضد د ځورونې دا بې رحمه کمپېن ختم کړي".

پر ګلالۍ اسماعیل او د هغې د مور و پلار په ضد د 2019م کال په جولای کې هم د پېښور په ترهګرۍ ضد تاڼه کې مقدمه درج شوې وه چې پکې پر دوی له ترهګرو سره د مالي مرستې تور لګېدلی وو، خو د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت په تېره جولای میاشت کې د دوی په ضد مقدمه خارج کړه او هغوی یې د شواهدو د نشتوالي له کبله بري کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG