لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: ساتونکي د مذهب د سپکاوي په تور د بېنک منېجر وژلی


د پاکستان په پنجاب صوبه کې د بېنک يو ساتونکي د دغه بېنک په منېجر د مذهب د سپکاوي په تور لګولو سره ډزې کړي کوم چې د ژوبلېدو وروسته په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه د پنجاب په خوشاب ضلع کې د [نيشنل بېنک اف پاکستان] ساتونکي پخواني پوځي احمد نواز د یاد بېنک په منېجر ملک محمد عمران حنيف باندې تور لګولی چې هغه د پېغمبر اسلام په شان کې د سپکاوي څرګندونې کړي ځکه يې پرې ډزې کړي دي.

د حنيف ماما ويلي خوريي يې رښتوني عقيده لرله هغه د سپکاوي د څرګندونو جرات نه شو کولی. د راپور ترمخه د بېنک ساتونکی پوليسو نيولی پرضد يې مقدمه درج کړې ده.

خو په ټولنيزو رسنيو خپرو شوؤ ويډيوز کې ليدل کیږي چې د پېښې وروسته د بېنک د ساتونکي سره ګڼ خلک د جلوس په شکل کې روان دي نعرې وهي او راپورونه وايي ګڼ خلک بيا د هغه سره تاڼې ته هم تللي دي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په تور د وژنو خبرونه مخې ته راځي، او د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظميونه په دغه اړه څرګندونې هم کوي.

د روان کال 2020 د ستمبر په میاشت کې د پاکستان د بشري حقونو تنظیم او پیپلز ګوند په هېواد کې د مذهب د سپکاوي په ضد د هغو مقدمو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د بېلابېلو خلکو او مذهبي اقلیتونو خصوصاً شیعه ګانو په ضد درج شوې او ويلي يې ؤ دا به تشدد ته لاره هواره کړي.

او د اګست په میاشت کې د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ويلي ؤ په پاکستان کې په خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه تر خطرناک حده زیات شوي دي او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی او غوښتنه يې کړې وه چې د مذهب د سپکاوي قانون باید منسوخ کړل شي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د اګست په 25مه پخپل بیان کې ویلي ؤ، "د مذهب د سپکاوي دغه پراخ، مبهم او جبري قانون د مذهبي ازادۍ،‌ عقیدې او د اظهار د ازادۍ له حقونو سره په ټکر کې دی".

ایمنیسټي پخپل بیان کې ویلي "دا قانون د ماشومانو، ذهني معذوره، مذهبي اقلیتونو، غریبانو او د ټولنې د کمزورو خلکو په ضد کارول شوی دی".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG