لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د افغان شخړې په ګډون بهرنۍ تګلاره پوځ نه، د تحریک انصاف حکومت یې جوړوي


واشنګټن ــــ د اپوزیشن ګوندونو د تورونو په جواب کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي د ده پر حکومت د پوځ هیڅ فشار نه شته او وایي د افغان شخړې په ګډون هره بهرنۍ تګلاره د ده واکمن ګوند تحریک انصاف جوړوي.

عمران خان د شنبې- خالي په ورځ د پاکستان له یوه شخصي ټیلیویژن سره په ځانګړې مرکه کې د دې پوښتنې په جواب کې- چې آیا کله یې هم په تېرو دوه نیمو کلونو کې د پوځ د داسې کوم اقدام په ضد مزاحمت کړی چې د ده په حکومت کې یې لاسوهنه کړې وي- داسې وویل:

"د پوځ په ضد به هله مزاحمت کولای چې پر ما یې فشار اچولای، ماته تر ننه پوځ یو شی داسې نه دی ویلی چې ما غوښتی دی او پوځ دې راته ویلي وي چې مه یې کوه".

عمران خان وایي د ده حکومت چې کومه بهرنۍ تګلاره جوړه کړې وه هغه یې تر ډېره عملي کړې ده او پوځ پکې هیڅ لاسوهنه نه ده کړې. وایي په افغانستان کې د سولې عمل او په اسلامي هېوادونو کې بې طرفه دریځ د ده د حکومت تګلاره ده:

"زما ټول منشور وګورئ، مثلاً ما تل ویلي چې په افغانستان کې پر هیڅ پوځي حل باور نه لرو پر هغه مو عمل وکړ او اوس ټوله نړۍ مني چې په افغان مذاکراتو کې مو مرسته وکړه، یو وخت دا فشار وو چې د اسلامو هېوادونو په کورنیو شخړو کې یو طرف ونیسو، خو موږ تل ویلي چې مسلمانان به یو ځای کوو او د مسلمانانو په شخړو کې به فرق نه جوړېږو".

د تحریک انصاف د حکومت په مهال د اپوزیشن ګوندونو ګڼ شمېر مشران د کرپشن په تور د احتساب د ادارې نېب له خوا نیول شوي، خو اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې نېب اداره د دوی په ضد د انتقام په توګه کارول کېږي او هغه پوځي چارواکي د نېب له منګولو ازاد دي چې د کرپشن تور ورباندې لګول کېږي.

پر جنرل عاصم سلیم باجوه په وروستیو کې تور په یوه تفصیلي رپوټ کې تور لګېدلی چې کورنۍ یې په دوبۍ، امریکا او کېنېډا کې د میلینونو ډالرو کاروبارونه لري او هغه دا تورونه رد کړي‌ وو. عمران خان پر عاصم باجوه د تورونو په اړه وویل:

"پر عاصم باجوه چې کوم تورونه لګېدلي وو هغه یې ډېر تفصیلي جوابونه ورکړي وو ځکه هغه خو یواځې تورونه وو، که څوک ورباندې اعتراض لري باید نېب ته لاړ شي".

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې عمران خان په 2018م کال کې په عامو انتخاباتو کې د درغلیو په نتیجه کې د پوځ له خوا راوستل شوی دی له همدې کبله هغه ته د منتخب شوي "ایلیکټیډ" پر ځای راوستل شوی "سلیکټیډ" وایي. عمران خان په دې اړه وویل:

"نوازشریف خپله سلیکټیډ وو، جنرل جلاني چې هغه لومړی د مالیاتو وزیر جوړ کړ د انتخاباتو له لارې خو نه وو راغلی، بیا چې جنرل ضیا وزیراعلی جوړ پخپلو هڅو خو نه وو راغلی. بیا ذوالفقار علي بټو یواځینی سړی دی چې شپږ اووه کاله د پوځ آمر وزیر وو".

وزیراعظم عمران خان په تېرو عامو انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړل او د ازادو او منصفانه انتخاباتو د ادارې فافین په حواله یې وویل، چې د 2018م کال انتخابات د 2013م کال تر انتخاباتو له درغلۍ پاک وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG