لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خضدار کې د بلوچستان نېشنل ګوند د یو مشر د تښتونې په ضد د کوټې او کراچۍ سړک بند


واشنګټن ــــ د بلوچستان په خضدار سیمه کې د دسمبر پر 17مه د ملتپال بلوچستان نېشنل ګوند یو ځایي مشر میر جان محمد ګرګناړي ناپېژاندو کسانو تښتولی چې تر اوسه یې چا د تښتونې ذمه واري نه ده منلې او ګوند یې په ضد د کوټې او کراچۍ سړک د احتجاج په توګه بند کړی دی.

د بلوچستان نېشنل ګوند غړو د کوټې او کراچۍ سړک د پنجشنبې- زیارت د ورځې له ماښامه بند کړی او هیڅ ډول موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې له کبله یې مسافر په سیمه کې د یخ له کبله له ستونځو سره مخ دي.

د بي این پي مېنګل ډلې مرستیال مشر ساجد ترین ایډوکېټ وایي، د بلوچستان حکومت خلکو ته په تحفظ ورکولو کې پاته راغلی دی. ساجد ترین وایي جان محمد ګرګناړي چې په کوم موټر کې تښتول شوی وو هغه موټر پر لاره اوښتی وو بیا یې په بل موټر کې ناڅرګند ځای ته وړی دی:

"د ګوند کارکنانو دوه درې ځایه سړک بند کړی او احتجاج یې کړی دی، تر څو چې جان محمد په باعزته طریقه خوشي کړل شوی نه وي او د هغو خلکو په ضد- چې په دې پېښه کې لاس لري- مقدمه نه وي درج شوې احتجاج به روان وي".

د بي این پي ګوند لسګونه غړیو نه یواځې د کوټې او کراچۍ سړک په څو ځایونو کې بند کړی بلکې د جمعې په ورځ یې پر دې سړک ځای پر ځای ټایرونه هم سوځولي وو او د خپل ګوند د تښتول شوي مشر د خوشي‌ کېدو غوښتنه یې کوله.

ساجد ترین د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته په خبرو کې د جان محمد ګرګناړي د تښتونې سبب د اپوزیشن ګوندونو له اتحاد پاکستان ډیموکرېټیک موومنټ سره د خپل ګوند ملګرتیا ګڼي چې وایي دوی غوښتنه کوي د پاکستان پوځ دې په سیاست کې لاسوهنه نه کوي.

د بلوچستان صوبایي حکومت وایي د دغې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي‌ خو تر اوسه د تښتول شوي کس په را خوشي کولو نه دي بریالي شوي.

ساجد ترین څو شېبې مخکې د وي او اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني ته وویل، د خضدار له ځایي انتظامیې سره یې مشروط مذاکرات کامیاب شوي، احتجاج یې ختم کړی او سړک یې د خلکو لپاره پرانیستی دی خو وایي که یې د ګوند تښتول شوی مشر تر سبا را خوشي نه شو نو بیرته به خپل احتجاج پیل کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG