لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبايډن ته د کرونا څخه بچ کېدو ويکسين لګول شوی


د امریکا منتخب صدر جوبايډن ته د ګل/ دوشنبې په ورځ د ټیلي ویژن په ژوندۍ بڼه خپرونه کې د کوېډ-19 يا کرونا څخه بچ کېدو ويکسين لګول شوی دی.

جوبايډن په دغسې کولو سره امریکايانو ته باور ورکړی چې دغه ويکسين محفوظ دي.

په امریکا کې د کرونا پېښې د 18 ميلينو نه سېوا شوي دي.

جوبايډن ته چې د نیويارک د ډيلاوېر په روغتون کې دغه ویکسين لګول شوی د ويکسين لګېدو نه وړاندې هغه نرس ته ویلي، "زه تيار يم".

ياد ویکسين دوايانې جوړؤنکو کمپنيانو فايزر او بايوټيک جوړ کړي دي.

جوبايډن ويلي،"دغسې يې ځکه وکړه چې خلکو ته وښايي، او چې دغه ويکسينو ته خلک لاس رسی ولري چې دوی تيار وي. په دې کې د ويرې هيڅ خبره نشته".

د جوبايډن مېرمن جيل بايډن ته د دغې نه څو ساعته وړاندې دغه ويکسين لګول شوی ؤ.

په امریکا کې هم په وروستیو دوه مياشتو کې د کرونا پېښې سېوا شوي او د ګل په ورځ په ملک کې د کرونا د پېښو شمېره د 18 ميلينو نه اوړېدلې ده.

کرونا وايرس په امریکا کې درې لکه 19 زره 363 کسان مړه کړي او د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا څخه تراوسه پورې د نړۍ په 191 ملکونو کې 17 لکه 1822 کسان مړه شوي دي.

د جوبايډن نه علاوه د امریکا مرستیال صدر مايک پنس، د استازو د اېوان سپيکرې نېنسي پلوسي او په سېنېټ کې اکثريتي مشر ميچ مېک کونل هم دغه ویکسين لګولي دي.

صدر ډانلډ ټرمپ چې د اکتوبر په مياشت کې د کرونا ښکار شوی او روغتون ته منتقل شوی ؤ هغه نه دي ویلي چې کله به دغه ويکسين ولګوي.

د ګل په ورځ د يوې بلې کمپنۍ موډرنا د کرونا ویکسين هم جوړ شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG