لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي ایم عمران خان ته: چې حکومت دې نه شو کولای چا درته وویل وزیراعظم شه


واشنګټن ــــ د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو اتحاد پي ډي ایم د پښتونخوا په مردان ضلع کې د حکومت په ضد د احتجاجونو په لړ کې "مهنګایي مارچ" کړی چې پکې یې په فرورۍ میاشت کې د اسلام اباد په لور د اوږده لاریون اعلان هم کړی دی.

احتجاجي غونډې ته په وینا کې د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز پر واکمن تحریک انصاف ګوند یو ځل بیا کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل عمران خان چې په پاکستان کې له چېلنجونو سره مبارزې ته تیار نه وو ولې وزیراعظم شو:

"هغه [عمران خان] وایي د ملک د بجلۍ په ستونځو، بهرنۍ قرضه او تجارتي خساره خبر نه وو او په دې نه پوهېده او نه ورته تیار وو چې حکومت څنګه وچلوي خو د بورې (چیني)، غنمو او ګېس په برخه کې دهوکې ته تیار وې چې د خلکو جېبونه مو ولوټل".

مریم نواز یو ځل بیا تور پورې کړ چې د حکومت د پالیسیو له کبله د پاکستان اقتصاد تباه شوی دی خو وایي په دې کې هغه قوتونه هم شامل دي چې عمران خان یې په درغلۍ حکومت ته راوستی دی.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي نایب صدر او د قومي اسمبلۍ غړي امیر حیدر خان یو ځل بیا په سیاست کې د پوځ لاسوهنه وغندله او د پوځ له نوم اخیستو پرته یې هغوی ته په اشارې وویل چې د عمران په "راوستلو" یې د پاکستان اقتصاد له تباهۍ سره مخ کړ:

"زه له هغو سلیکټرانو [د عمران خان له راوستونکو] او پېریانو پوښتنه کوم چې دا حکومت یې په موږ مسلط کړ، تپوس کوم چې څه مو حاصل کړل، 14 زره اربه نوره قرضه، د ای ایم ایف شرایط، ګرانه بجلي، ګران ګېس، ګران تېل، ډیزل، اوړه، غوړي او تېل".

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن جلسې ته وویل چې حکومت د احتساب د ادارې نېب له لارې د اپوزیشن ګوندونو د وېرولو هڅه کوي خو وایي دوی به د تحریک انصاف د حکومت تر ختمولو پورې مبارزه کوي:

"چې ته [عمران خان] په حساب کتاب نه پوهېږې، په یو او دوه نه پوهېږې، په دوه او دوه څلور نه پوهېږې نو تاته چا ویلي وو چې حکومت کوه او خلکو ته دهوکه ورکوه".

خو د عمران خان حکومت د اپوزیشن ګوندونو ټول تورونه رد کړي او په وار وار یې تور پورې کړی چې د اپوزیشن په اتحاد کې شاملو ګوندونو په تېرو حکومتونو کې کرپشن کړی او د همدې کرپشن د پټولو لپاره د تحریک انصاف د حکومت خلاف احتجاجونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG