لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په یو کروړ شل لکه ابادي کې یواځې 965 نرسې په سرکاري روغتونونو کې کار کوي


واشنګټن ــــ د پاکستان په وروسته پاته خو له قدرتي وسایلو مالامال صوبه کې روغتیايي ستونځې هم ډېرې دي چې یوه پکې په سرکاري روغتونونو کې د نرسانو کموالی دی او سبب یې په دې څانګه کې د ځایي نجونو او ښځو نشتوالی دی.

صایمه صدیق له تېرو نهو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د نرسې په توګه کار کوي،‌ چې اوسمهال د کوټې په سرکاري فاطمه جناح روغتون کې دنده تر سره کوي. صایمه وایي کار یې ډېر ګران دی ځکه چې وایي نرسې ډېرې کمې دي:

"موږ چې د هغوی علاج کوو یا د نرسې په توګه پام ورته کوو هغه نه شو کولای ځکه چې دلته ناروغان ډېر دي او ناروغ ته چې څومره وخت ورکول پکار وي هغه نه شو ورکولای".

په بلوچستان صوبه کې د نرسانو شمېر یواځې 965 دی، چې له مرکز کوټې علاوه د صوبې په ټولو ضلعو کې د نرسو اوسط شمېر له 8 تر 10 پورې دی. په دې کې له 600 څخه تر 700 پورې نرسانې د صوبې په مرکزي ښاﺭ کوټه کې کار کوي.

یوه بله نرسه وایي: "لس لس ناروغانو ته یواځې یوه نرسه ولاړه وي، هر یو نعرې را وهي چې راشه پټۍ را بدله کړه موږ کوم ناروغ ته پر وخت ځان ورسوو".

د بلوچستان صوبې د نرسانو د اتحاد ینګ نرسز ایسوسي اېشن صوبایي مشر ملک عبدالعزیز کاکړ وايي، بلوچستان دا مهال 000,6 نرسانو ته اړتیا لري.

د بلوچستان د روغتیا صوبایي سیکرټري نورالحق بلو څ د نرسو کمښت مني او وايي
په دې برخه کې د سنجیده ګامونو اخیستو سره به حالت ډېر ژر ښه شي.

د روغتیا صوبایي څانګه وايي د نرسانو د کموالي يو بل سبب دا هم دی چې ډېری یې د پنجاب دي چې د روزنې له بشپړیدو وروسته خپلې صوبې ته ستنېږي او ځایي پښتانه بلوڅان د نرسو په څانګه کې کار نه کوي.

د 2017م کال د سرشمېرنې له مخې په بلوچستان کې د خلکو ابادي تر يو کروړ 24 لکه زياته ده، خو په ټوله صوبه کې یواځې 965 نرسې کار کوي.

د نرسانو د کموالي له امله ناروغان هم له ستونځو سره مخ دي. د نرسانو د اتحادیې په وینا په تېرو درو کلونو کې په بلوچستان کې یوه نرس هم د حکومت له خوا په سرکاري نوکري نه ده ګومارل شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG