لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅ ملتپالو تر اعتراض وروسته ګوادر کې د اغزن تار منصوبه وځنډول شوه


کوټه ـــ د بلوچستان د ملتپالو ګوندونو او عامو خلکو تر نیوکو او اعتراضونو وروسته د سیېیک منصوبې په مرکزي ګوادر ښار کې د امنيت خوندي ساتلو لپاره د ازغن تار د لګولو پراجیکټ وځنډول شو.

د بلوچستان نېشنل ګوند مرستیال مشر ساجد ترین د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی "دا یو ښه عمل دی، موږ احتجاج هم پر دې خبره کړی وو چې دا د خلکو بنیادي حق دی، په دې هکله چې هره پرېکړه کېږي خلک به یې په ضد احتجاج کوي".

د ګوادر ډیويلپمنټ اتهارټي يوه اعلی رتبه چارواکي وويل چې په ښار کې پر دغه پراجیکټ باندې کار درول شوی دی، خو ددې علت يې نه کړ په ګوته او نه یې نور تفصیل ورکړ.

خو د ګواډر ځايي خبر يال بهرام بلوڅ وایي، نه يواځې د ازغن تار لګول درول شوي دي بلکې پر دې برسېره د لګول شویو ستنو او ازغن تار د بېرته کښلو کار پیل شوی دی.

د تېر کال د دسمبر په مياشت کې د ګوادر ښار په منځ کې د 25 کیلومیټرۍ په واټن باندې د ازغن تار د لګولو کار روان وو.

ملتپال ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل د بلوچستان هایکورټ ته درخواست ورکړی وو چې دا د ګوادر د خلکو د بنسټيزو بشري حقونو او د پاکستان د آیین د 15مې مادې په خلاف کار دی.

بلوڅ ملتپالو او د بلوچستان اسمبلۍ اپوزیشن ګوندونو د حکومت ددې کار سخت مخالفت کړی وو او دعوه ی کړې وه چې حکومت دا ښار په دوو برخو وېشي.

خو د بلوچستان حکومت د اپوزیشن ګوندونو دا دعوه رد کړې وه او ویلي یې وو چې د سیپېک منصوبې د امنیت لپاره اغزن تار لګول د ګوادر ښار د خوندي ساتلو د پلان برخه ده.

ګوادر د پاکستان او د چين د اقتصادي راهدارۍ یا سیپېک پراجیکټ مرکز دی، د ګوادر په شا وخوا سيمو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې ډېرې فعالې دي، ځکه د دې ښار پر داخلي او خارجي لارو کلکې پلټنې کېږي.

حکومت له وړاندې د ګوادر د خوندي کېدو لپاره د پوځ يوه ځانګړې ډله ګومارلې ده چې هلته د چينایي انجنېرانو او د سیېیک د نورو کارکوونکو تحفظ کوي.

د بلوچستان حکومت په 2016 م کال کې د ګوادر د سېف سيټي [خوندي ښار] د پراجیکټ لپاره 10 ارب روپۍ ځانګړې کړې وې.

د هغه پلارن له مخې په ګوادر کې به 465 پټې کېمرې د ښار پر 136 ځايونو باندې لګوي چې په شپه کې به هم د موټرو نمبرپلېټ پېژندل کېږي او ثبت کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG