لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او ایران تر منځ‌ پوله له څو میاشتو وروسته بیرته پرانیستل شوې


کوټه ـــ د پاکستان او ایران تر منځ ګډه پوله له څلورو میاشتو وروسته بیرته پرانیستل شوې ده خو دواړو غاړو ته د خلکو د اوښتو لپاره د کورونا وېکسین لګېدو شرط لګول شوی دی.

د بلوچستان تاجرانو د پولې د پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی. د کوټې یو تاجر اختر کاکړ دا د صوبې د اقتصاد لپاره یو په زړه پورې ګام ګڼي:

"د تاجرانو ډېره فایده ده، دا پیاده لاره د بلوچستان د خلکو لپاره د روزګار یوه ذریعه وه، خلک ډېر خوشاله دي ځکه دلته ډېر غریب خلک پراته دي او د روزګار وسیله یې همدا د ایران یا د افغانستان پوله ده".

ایران په تېره مارچ میاشت کې دغه پوله د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر بنده کړې وه او د ایران تر صدارتي ټاکنو مخکې د دې هېواد سرحدي چارواکو د دې پولې د پرانیستو ژمنه کړې وه.

د بلوچستان په تفتان سیمه کې اعلی پاکستاني چارواکو ویلي چې په ایران او پاکستان کې د کورونا وایرس د پېښو د کمي له کبله دغه بندیزونه اوس لرې کړل شوي دي.

د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې ایف ای اې ویلي چې اوس تاجرانو او زده کوونکو ته ایران ته د سفر کولو اجازت شته. اختر کاکړ وایي اوس پر پوله د اوښتو لپاره د کورونا ټیسټ او وېکسین لازمي کړل شوي دي:

"د کورونا ټیسټ او وېکسین یې ضروري کړی دی، چې له چا سره د وېکسین کارډ نه وي هغه به دا وېکسین لګوي بیا به تر پوله اوړي".

د کوټې د تاجرانو د چېمبر یو مشر عبدالله اڅکزی وایي، په بلوچستان کې بې روزګاري بېخي زیاته ده او د ټولو خلکو روزګار له سرحدونو سره تړلی دی. نوموړی وایي:

"موږ له حکومته غواړو د درو یا پینځو کالو لپاره دې یو پېکج ورکړي چې هغه وخت بیا یو صنعتي زون جوړېږي، ځکه دلته بې روزګارۍ او ګرانۍ خلک ډېر خراب کړل او بیا وچکالۍ خو ډېر وځپل".

د تفتان سرحدي چارواکي وایي اوس به پر سرحدي پولو مېشتو خلکو ته د پینځلسو راهداري هم ورکول کېږي چې دوی پرې یوې بلې خواته اوښتلای شي.

د پاکستان او ایران تر منځ کالنی تجارت د یو ارب 30 کروړه ډالرو دی چې نه یواځې تېر کال بلکې سږ کال هم نیم په نیمه را ټیټ شوی دی.

دغه تجارت نه یواځې د کورونا وایرس له کبله اغېزمن شوی بلکې پر ایران د نړیوالو بندیزونو له سوبه هم د پاکستان او ایران تر منځ په قانوني تجارت کې خنډونه پېښ شوي چې له کبله یې تاجران له زیاتو ستونځو سره مخ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG