لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسختو اختلافونو باوجود ظهور اغا دبلوچستان نوی ګورنر ټاکل شوی


دتحرک انصاف سید ظهور احمد اغا د بلوچستان 22م ګورنر په توګه سوګند پورته کړی خو دګورنر په توګه دهغه په ټاکنه د واکمن ګوند په لیکو کې اختلافات لیدل کیږي.

دخالي په ورځ دبلوچستان چیف جسټس جمال مندوخيل له سید ظهور احمد اغا څخه لوړه اخستې خو د لوړې په دغو مراسمو کې تحریک انصاف د بلوچستان اسمبلۍ د پارلماني مشر سردار یار محمد رند په ګډون د دوئ له اوؤ څخه شپږ غړی په دې غونډه کې شتون نه درلودو.

دلوړې په مراسمو کې دبلوچستان یو شمیر وزيرانو، دفوځ لوړ رتبه مامورينو،دقامي اسمبلۍ مرستیال اسپيکر قاسم سوری اؤ دبلوچستان اعلان وزير جام کمال خان هم برخه لرله.

اعلا وزير جام کمال خان دنوي ګورنر ټاکنه د ستا ینې وړ ګام بللی اؤ وایي "هېله لرم چي دبلوچستان ستونزې په ښه توګه هوارې کړي"

خو په تحريک انصاف ګوند کې دګورنر پر ګمارلو ډېر اختلافات رامنځته شوي دي اؤ
دپارليماني کميټې وياند بابر يوسفزي وي او ای ډیوه ته ویلي چې ولسمشر او وزيراعظم دګورنر په ټاکنه کې دبلوچستان دتحريک انصاف مشرانو سره سلا نه ده کړې هم له دې کبله دتحريک انصاف مشران دسوګند مراسمو ته نه وو ورغلي.

هغه وویل "داسې تن ګورنر وټاکل شو دچاچې دکال2018م راهسې دګوند غړیتوب منسوخ دي.

نوموړي وویل د ټولټاکنو په مهال چې کله دتحریک انصاف مشر عمران خان دلته راغلی ؤ نو ده په هګیو او ټماټرو ويشتلی ؤ اؤ نوموړی دمرکز او دصو بې ترمنځ ستونزې نه شي هوارولی.

دتحريک انصاف ګوند سرچینې وايي چې نوی ګورنر دمرستيال اسپيکر ملګری دی اؤ په دې مهمه عهده دهغه په خوښه راوستل شوی دی.

خو مرستيال اسپېکر قاسم سوری رسنیو ته ویلي"ظهور اغا چي زموږ دتحريک انصاف غړی دی له کشتۍ راپورته شوی دی اؤ دهغه په ټاکنه وزيراعظم هغه ژمنه پوره کړه چې ویلي یې وؤ "زه به عادی وګړي پر داسې چوکيو ګمارم 'زما په فکر سره دا يوښه بدلون دی"

دتحريک انصاف غړو دقاسم سوري او نوي ګورنر يو پخوا نی عکس پر ټولنيزو پاڼو خپور کړی دی چي پکې لیدل شي دواړه يو خټین دېوال ته ناست دي شنه روغه ايندوانه یې مخې پرته ده،دقاسم سوری دخولۍ مخ د څټ خوا ته دی.

مرستیال اسپيکر قاسم سوری ددغې پوښتنې په ځواب کې وويل چي دا داسکول د زمانې عکس دی دسرحدي پولې سره نزدې دافغانستان په هلمند کې اخستل شوی دی خو نور تفصیل یې ورنه کړو.

د سياسي چارو څېرونکي جلال نورزی وي او ای ډيوه ته وويل چي دګورنر ډېره مهمه چوکۍ ده او ډېره غټه ذمه واري ده، دې څوکۍ لپاره ډېر سوچ، فکر او مشوره کول پکار وؤ خو وزيراعظم او هغه ته نزدې خلکو دا پریکړه کړې ده دبلو چستان دتحريک انصاف له مشرانو سره پر دې سلا نه ده شوې چي له سوبه یې پخپل ګوند کې اختلافات رامنځته شوي دي.

ظهور اغا کاروباري شخصیت دی اؤ تر دې دمخه د اوړو د ملونو داتحادیې مشر پاتې شوی دی.

تر دې وړاندې دسینیټ ټاکنو کې دتحریک انصاف له لوري سید ظهور اغا ته د سینیټ ټکټ هم ورکړل شوی ؤ خو داتحادي مبجبوریو له امله هغه دسینیټ په ټاکنو کې خپل کاغذونه بېرته اخستي وؤ.

ظهور اغا د پشين کلي د ګانګلزي اوسيدنکی دی، لومړۍ تعلمي زده کړې یې په پشين کې کړې دي، دولسم ټولګی یې دکوټې له اسلاميه هائي اسکول اؤ څوارلسم یې له ساینس کالج او ايم ای یې دبلو چستان پوهنتون څخه په انګلیسي ادب کې کړې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG